کندهار ښار (پژواک، ٢٦ تله ٩١): د کندهار والي وايي، په دغه ولايت کې تر سره شوې ارزونه ښيي، چې د تېر کال را په دې خوا د کوکنارو د کښت کچه ٤٠ سلنه را ټيټه شوې ده.
دغه څرګندونې د کندهار والي له نشه يي توکو سره د مبارزې له وزير ضرار احمد مقبل سره يوځاى په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
ډاکټر توريالي ويسا وويل، تېر کال د کوکنارو اړولو په برخه کې پراخ کار شوى، چې له مخې يې د دغه کښت کچه ٤٠ سلنه ټيټه شوې ده.
هغه زياته کړه، تېر کال په ګڼو مواردو کې تر ورکړل شوي هدف ډېر کوکنار له منځه وړل شوي، چې دا د ولسوالانو، د پرمختيايي شوراګانو د استازو او امنيتي مسوولينو لپاره برياليتوب دى.
نوموړي د سږ کال لپاره هم خلکو ته خبردارى ورکړ، چې د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي او خپلې شتمني بې ځايه و نه لګوي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير هم د کوکنارو د مخنيوي په لاره کې د کندهار د ولايتي ادارې هڅې وستايلې او ويې ويل، چې د دغه ولايت لپاره يې د هلمند په څېر د فوډ زون پروګرام منظور کړى دى.
هغه زياته کړه، په کندهار کې د نشه يي توکو د کښت پر وړاندې د جدي مبارزې له امله يې د امريکا متحده ايالات په دې قانع کړل، چې د فوډ زون پروسې د پلې کېدو په موخه ٢٠ ميليونه ډالر مرسته وکړي.
د نوموړي په وينا، د دې پروسې له لارې به له کروندګرو سره د مرستې لومړيتوبونه د ولايتي ادارې له خوا ټاکل کېږي او يو ايس اى ډي به پلې کوونکې اداره وي.
په کندهار کې داسې مهال د فوډ زون پروګرام د پيلېدو خبر ورکول کېږي، چې د کوکنارو کرلو موسم ته لا هم څه موده پاتې ده.










