لښکرګاه (پژواک ٨ لړم٩١): د هلمند قومي مشران او د ټولنيزو شوراګانو غړي وايي، چې که دولت يې د کروندګرو محصولاتو ته مناسب بازار پيدا کړي او متوازن پرمختګ رامنځ ته کړي، د کوکنارو په کښت او ناامنۍ کې به د پام وړ کمښت راشي.
هغه غونډه چې په همدې اړه نن (د لړم ٨ مه) د هلمند ولايت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزي شورا مشر حاجي بارکزي په کې وويل، چې د دولت له غوښتنې سره سم يې د کوکنارو له کرکېلې لاس اخيستى، خو ستونزه يې داده، چې روا کښتونو ته يې تر دې مهاله د بازارموندنې په برخه کې هڅې نه دي شوي.
د هغه په وينا، که چېرې د کروندګرو د مالوچو محصولاتو ته، چې اوس کروندګرو راټول کړي، د لښکرګاه فابريکه په سم ډول فعاله شي، د کروندګرو اقتصاد به پياوړى شي.
نوموړي زياته کړه، چې له بلې خوا به د يادې فابريکې له لارې غوړي، صابون او د سون توکي توليد شي، چې له دې سره به د کوکنارو د کښت مخنيوى وشي.
د مارجې ولسوالۍ قومي مشر حاجي اصف خان هم وويل، چې کروندګر له وړاندې د کوکنارو له کرکېلې لاس په سر شوي او د مالوچو او نورو روا کښتونو کر ته يې مخه کړې، خو تراوسه د خپلو محصولاتو لپاره مناسب بازار نه لري.
د ده په وينا، په سيمه کې دغه راز د ټولنيز عدالت او هر اړخيز پرمختګ نه شتون، هغه لاملونه دي، چې ځينې ستونزې يې د ادارې لپاره رامنځ ته کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دولت په ځينې ولسواليو کې اوږد مهاله پروژې عملي کړې دي، خو په ځينو کې يې بيا لنډمهاله او يا هېڅ نه دي پلې کړي، چې له دې امله هم يو شمېر کروندګرو د کوکنارو کر ته مخه کړې ده.
اصف خان وايي، چې که دولت د يادوستونزو په مخنيوي کې کوټلي ګامونه پورته کړي، نو خلک ژمن دي، چې په غوڅ ډول د کوکنارو له کرکېلې لاس واخلي.
خو په دې اړه د هلمند والي محمد نعيم بلوچ پژواک اژانس ته وويل، چې د کروندګرو د ستونزو په اړه له بېلابېلو مرسته کوونکو ادارو او ځينو وزارتونو سره يې خبرې کړې، ترڅو د دوى محصولاتو ته مناسب بازار رامنځ ته شي او د کوکنارو د کر مخه ونيول شي.
د هغه په وينا، په هلمند کې پخوا هم د کوکنارو د کر د مخنيوي په برخه کې د پام وړ هڅې ترسره شوې او تر ډېره يې کچه راټيټه شوې ده، خو دا بسنه نه کوي او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتيا ده.
نوموړي زياته کړه: ((په دې ولايت کې د ټولو چارو پر وړاندې د نشه يې توکو کښت او قاچاق لويه ننګونه ده، چې له همدې امله بايد د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ځانګړې ستراتيژي جوړه کړي.))
والي دغه راز په سيمه کې له قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه هم وغوښتل، چې د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې پاملرنه ډېره او مرسته وکړي، ځکه يواځې دولت نه شي کولى ټولوستونزو ته ورسيږي.
د يادونې وړ ده، چې دوې اونۍ وړاندې هم د هلمند لسګونه کروندګرو او قومي مشرانو په لښکرګاه کې له چارواکو څخه غوښتي وو، چې د دوى د مالوچو د راټولو شوو محصولاتو لپاره په لوړه بيه بازار پيدا کړي.