منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۷ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار کروندګرو ته ٥٢٩ ټنه د غنمو اصلاح شوى تخم وېشل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کندهار (پژواک ٨ لېندۍ ٩١): د کندهار د کرنې رياست په اوو ولسواليو کې پر کروندګرو د اصلاح شوو تخمونو د وېش لړۍ په داسې حال کې پيلوي، چې کروندګر يوازې د اصلاح شوو تخمونو وېش کافي نه بولي.

د کندهار د کرنې رييس انجنير احمدشاه روشن نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو ولسواليو کې به پر کروندګرو د غنمو ٥٢٩ ټنه اصلاح شوى تخم ووېشل شي، چې له هر کروندګر څخه به د ٥٠ کيلوګرامه تخم پر سر ٥٥٠ افغانۍ واخيستل شي.

هغه زياته کړه، چې له دې جملې څخه ٩٠ ټنه په ډنډ، ٩٠ ټنه په پنجوايي، ٧٠ ټنه په ميوند، ٦٠ په شاوليکوټ، ٩٠ ټنه په ژېړۍ او ٥٩ ټنه په تخته پُل ولسواليو کې وېشل کېږي.

 د ده په خبره، دغو ولسواليو ته ځکه لومړيتوب ورکړل شوى، چې د نورو په پرتله يې اوبه او کرنيزې ځمکې زياتې دي، خو په راتلونکي کې به دغه لړۍ نورو ولسواليو ته هم وغځوي.

 د کرنې رييس دغه تخم ګټور وګاڼه او ويې ويل، چې پر دغو تخمونو له ٥ تر شپږو کلونو کار شوى، د نورو په پرتله يې کيفيت ښه او د حشراتو پر وړاندې ډېر مقاومت لري.

 د روشن په وينا، دغه لومړى ځل دى، چې پر کروندګرو د غنمو د وېش لړۍ پيلوي. تر دې وړاندې دغه راز مرستې د مرستندويه موسسو پر مټ ترسره کېدې.

 خو د کندهار ګڼ شمېر کروندګر يوازې د غنمو د اصلاح شوو تخمونو مرسته کافي نه بولي، بلکې د کرنې د ودې لپاره د بنسټيزو کارونو غوښتونکي دي.

 د پنجوايي ولسوالۍ يوه کروندګر عبدالصمد وويل، چې حکومت بايد د کروندګرو لپاره د کارېزونو، ويالو او اوبه خور غم وخوري.

 دى وايي: ((په دغو غنمو زموږ هېڅ ښه نه کېږي، دلته کروندګر ډېرې نورې ستونزې لري، چې بايد غم يې وخوړل شي.))

 و يادونې ده، چې تېره اونۍ د کرنې وزير کندهار ته د خپل سفر پر مهال د سيمې د اوسېدونکو له سخت غبرګون سره مخ شو، چې ګواکې وزارت ورسره د کرنې د ودې په برخه کې بنسټيزې مرستې نه دې کړې.