منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۷ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان افغان کډوالو ته شپږ میاشتې نور وخت ورکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

اسلام اباد ( پژواک ۲٣ لیندۍ ۹۱ ) : پاکستان په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده تر شپږ  میاشتو پورې نوره هم وغځوله.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو په دغه هیواد کې میشتو شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوالو ته ویلي وو، چې د روان زیږدیز کال (۲۰۱۲) تر پایه پورې دې خپل هیواد ته ستانه شي.

د  پاکستان د کډوالو سرحدي چارو وزیر انجنیر شوکت الله خان د لیندۍ په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه، چې په دې غونډه کې لومړي وزیر راجا پرویز اشرف ته د افغان کډوالو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول.

نوموړي وویل ، چې په دې غونډه کې لومړي وزیر ته وویل شول، چې د روان کال تر پایه پورې به دوه سوه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شي.

د کډوالو چارو وزیر وایي، چې اوس مهال په پاکستان کې یو میلیون او ۶۰۰ زره کډوال راجستر شوي او یو میلیون غیر راجستر شوي افغان کډوال میشت دي.

انجنیر شوکت الله زیاتوي ، چې لومړي وزیر راجا پرویز اشرف افغان کډوالو ته په پاکستان کې تر شپږ   میاشتو پورې نور د پاتې کیدو د اجازې اعلان وکړ.

 د هغه په وینا، شپږ میاشتې هغه افغان کډوال په پاکستان کې پاتې کیدا شي، چې قانوني سند ولري او راجستر شوي وي.