کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩١): د بهرنيو چارو وزير وايي، په هېواد کې د بيان ازادي او د رسنيو پرمختګ په تېرو لسو کلونو کې د افغان دولت او افغانانو لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده.
د بهرنيو چارو وزارت، نن د هغو خبريالانو په وياړ چې نړيوال جوايز يې ترلاسه کړي، يوه غونډه جوړه کړې وه او هغوى يې ونمانځل.
په ياده غونډه کې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول وويل، وزارت يې له هغو خبريالانو سره په برياليتوب کې شريک دى، چې په نړيواله کچه ښه ځلېدلي دي.
په ياده غونډه کې سميع مهدي، سيد مسعود حسيني، د ٨صبح ورځپاڼې او د اريا تلويزون ته ستاينليکونه ورکړل شول.
د يادولو ده، چې په دې وروستيو کې د يک تلويزون خبريال سميع مهدي ته د ٢٠١٢زېږديز کال د زړورو خبريال جايزه؛ سيدمسعود حسيني ته د پوليترز جايزه، اريا تلويزون ته د ماشومانو لپاره د ځانګړو پروګرامونو د جوړولو له امله د جاپان جشنوارې جايزه او د ٨صبح ورځپاڼې د د خپلواکې خبر رسونې جايزه ترلاسه کړې ده.









