مزارشريف (پژواک ١٢ مرغومى ٩١): د بلخ د يو شمېر ولسواليو كروندګر د دغه ولايت په ولسواليو كې جوړ شوي كرنيز كوپراتيفونه بې ګټې بولي.
كرنيز كوپراتيفونه، د دولت په مرسته د ولسواليو په كليو كې جوړ شوي ټولنيز سازمانونه دي او له كروندګرو سره د هر اړخيزې مرستې په موخه رامنځته کېږي، چې له لارې يې بايدكروندګرو ته اصلاح شوي كرنيز تخمونه، كرنيز ماشين الات، كيمياوي سرې، واړه او غټ پورونه او داسې نورې اسانتياوې برابرې شي.
خو د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو كروندګر وايي، چې د روان كال په اوږدو كې ورسره د كوپراتيفونو له لارې هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې تر دې دمه درې كرنيز كوپراتيفونه جوړ شوي؛ خو د ولسوالۍ اوسېدونكي يې له چارو ناراضه دي.
د يادې ولسوالۍ د نوښار كلي اوسېدونكي محمددين پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو درېيو كلونو په دغه كلي كې كرنيز كوپراتيف جوړ شوى، چې د شاوخوا څو كليو لپاره كار كوي.
نوموړي زياته كړه، چې تر دې دمه يې له ياد كوپراتيف څخه د خپلو كرنيزو ستونزو د حل په موخه كومه ځانګړې ګټه نه ده ليدلې.
د هغه په وينا، دوى د هر فصل په اوږدو كې اصلاح شوو تخمونو، كيمياوې سرې او بېلابېلو كرنيزو ماشين الاتو ته اړتيا لري، چې كوپراتيف ورته په سمه توګه دغه اسانتياوې نه دي برابرې كړې.
محمد دين وويل: ((دغه كال موږ په كې ډېر مشكلات لرل، خو دې كوپراتيف والله كه يو خلى كومك هم كړى وي، هسې تش په نامه جوړ شوي دي، هېڅ ګټه نه لري.))
نوموړي زياته كړه، چې تېر كال يې د غنمو يو څه اصلاح شوو تخمونه او د تورې كيمياوي سرې يوه ۵۰ كيلويي بوجۍ وركړې وه، چې ترې مننه كوي؛ خو له دې وروسته يې ورسره څه مرسته نه ده كړې.
همداراز د دولت اباد ولسوالۍ كروندګر هم په دې ولسوالۍ كې جوړ شوي كرنيز كوپراتيفونه د كروندګرو د اړتياوو پوره كېدو پر وړاندې بې وسه ګڼي.
د يادې ولسوالۍ د خاله بچه ګان كلي اوسېدونكي حاجي رحيم پژواك اژانس ته وويل، چې په دغه كلي كې له تېرو څو كلونو كرنيز كوپراتيف جوړ شوى دى.
كه څه هم نوموړى د ياد كوپراتيف له ځينو هڅو خوښ و؛ خو بيا يې هم د روان كال په اوږدو كې د ياد كوپراتيف هڅې د نشت برابر وښودې.
د هغه په وينا، تېر كال يې ځيني كرنيز ماشين الات د كروندګرو لپاره برابر كړي دي، چې لا هم په سيمه كې ترې كروندګر ګټه اخلي.
خو حاجي رحيم وويل: ((له همدې ماشينونو پرته يې نور هېڅ نه دي كړي، كله چې جوړېدل؛ نو ډېرې وعدې يې كړې وې، اصلاح شوي تخمونه به يې يادول، ويل يې چې قرضونه به راكوي؛ خو لا مو ورنه هېڅ نه دي ليدلي.))
نوموړي زياته كړه، چې كه چېرې د يادو كوپراتيفونو هڅې همداسې نيمګړې وي؛ نو د كار د لا غځولو لپاره يې هېڅ اړتيا نشته.
د ځينو سيمو كروندګر وايي، چې په سيمه كې يې له تېرو درې څلور كلونو كوپراتيف جوړ شوى خو په دې وروستيو كې يې يوازې نوم پاتې دى.
د بلخ ولسوالۍ د حصارك كلي مشر محمد يونس پژواك اژانس ته وويل، چې د دوى د كلي د كوپراتيف تش نوم پاتې دى، له تېرو دوو درې كلونو يې ورته هېڅ كار نه دى کړى.
نوموړي زياته كړه، چې لا هم په سيمه كې كروندګر د خپلو كروندو لپاره ډېرو مرستو ته اړتيا لري؛ خو دغه كوپراتيف ورسره د مرستې وس نه لري.
خو د دغه ولايت د كرنيزو چارو مسوولين وايي، چې د كوپراتيفونو هڅې په خپله د سيمې كروندګرو پورې اړه لري او دولت په كې ګرم نه دى.
د بلخ ولايت د كرنې او مالدارۍ رياست د كوپراتيفونو مدير عيد محمد عبدي پژواك اژانس ته وويل: ((سمه ده، چې كوپراتيف د دولت په مرسته جوړېږي؛ خو دا د څو كليو د كروندګرو يو اجتماعي سازمان دى، چې په خپله يې بايد وچلوي.))
نوموړي زياته كړه، چې دوى بايد هڅې وكړي، چې له دولت او نورو هغه موسسو سره، چې په كرنيزو چارو كې مرسته كوي، په اړيكه كې شي او خپلې ستونزې ورسره شريكې كړي.
د هغه په وينا، كروندګر په دې پوهېږي، چې د كوپراتيفونو له لارې له دوى سره مرسته د دوى هڅو پورې تړلې مسئله ده.
عبدي وويل، چې د بلخ ولايت په ولسواليو كې ۱۲۲ كوپراتيفونه جوړ شوي، چې د كرنې، مالدارۍ او مرغ دارۍ په برخه كې د مرستو جلبولو لپاره هڅې كوي.










