Language

د کندوز ځانمرګي بريد کې لس تنه وژل شوي او ١٩ ټپيان دي

کندوز (پژواک، ٧ سلواغه ٩١): په کندوز ښار کې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې د دې ولايت له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترافيکو مديرانو په ګډون لس امنيتي ځواکونه او ملکي کسان وژل شوي او ١٩ تنه نور ټپيان دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيدسرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ځانمرګى بريد نن ماښام په شاوخوا پنځه نيمو بجو، هغه مهال د يوه پلي بريدکوونکي له لوري د کندوز ښار په مرکزي چوک کې ترسره شو، چې امنيتي ځواکونه سره هلته راټول شوي وو.

د کندوز د والي وياند عنايت الله خليق وايي، په دې پېښه له ترهګرۍ سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالله زمري او د ترافيکو مدير سمونوال سيداسلم په ګډون لس تنه وژل شوي او ١٩ پوليس او ملکي وګړي ټپيان دي.

خو عيني شاهدان وايي، د کندوز پوځي او ملکي روغتونونو ته يې ١٤ مړي او ١٥ ټپيان لېږدولي دي.

د کندوزد حوزوي روغتون د جراحۍ څانګې مسوول ډاکټر شهريار وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې مدير په ګډون د پنځو پوليسو جسدونه او درې ملکي ټپيان دې روغتوته ورلېږدول شوي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د ده په وينا، يو شمېر جسدونه او ټپيان د کندوز د بې پولو ډاکټرانو روغتون ته هم لېږدول شوي، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

د پژواک خبريال د پېښې له ځايه خبر ورکوي، چې په دې ځانمرګي بريد کې د پوليسو يو رينجر موټر، د ترافيکو يو موټر او دوه شخصي موټر ويجاړ شوي، د مرکزي چوک د شاوخوا هټيو او اپارتمانونو ښيښې هم ماتې شوې دي.

امنيتي چارواکي د دې ځانمرګي بريد پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي، خو طالبانو يې تردې دمه مسووليت نه دى منلى.

Related Topics