منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۲ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د تخار پوهنتون دوه ساتونکي ووژل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

کندوز ښار (پژواک ١٤ سلواغه ٩١):  يو وسلوال بريد کوونکى د تخار پوهنتون د دوو ساتونکو  تر وژلو وروسته په ټپي حالت کې د پوليسو له خوا ونيول شو.

د تخار د امنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول سمونيار عبدالخليل اسير د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه پرون مازديګر مهال رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، ياد وسلوال وروسته هغه د پوهنتون د امنيتي پوستې پر ساتونکو ډزې وکړې، چې هغوى غوښتل له ده تلاشي واخلي.

د نوموړي په وينا، د بريد کوونکي په لومړيو ډزو کې يو پوليس ووژل شو، خو کله چې د پوليسو بل افسر د هغه د نيولو هڅه وکړه، پر هغه يې هم ډزې وکړې او ويې واژه.

سمونيار عبدالخليل وايي، چې بريد کوونکي د وژل شوي پوليس افسر وسله ترلاسه او له نورو ځواکونو سره يې نښته پيل کړه، خو وروسته په ټپي حالت کې د پوليسو له خوا ونيول شو.

اسير وويل، چې ټپي بريد کوونکى په روغتون کې تر درملنې لاندې دى او پوليس ترې پوښتنې پيل کړې دي.

د جمشېد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې بريد کوونکى د تخار ولايت د مرکز تالقان د ابدال د ښوونځي ملازم و او د پوهنتون د امنيتي پوستې له خوا بندي شوى و.

هغه زياته کړه: ((دغه تن د پوستې  د پوليسو له غفلت څخه په استفادې سره د هغوى وسله اخيستې او پرې ډزې يې کړې دي.))