ژبه

په کندوز کې د ښځو د وژنو پر ډېروالي اندېښنه وښودل شوه

کندوز (پژواک ۱۶ سلواغه ۹۱): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په کندوز ولايت کې د ښځو او نجونو د مرموزو وژنو په اړه اندېښنه وښوده.

د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې د ښځو د حقوقو کمېشنرې ثريا صبحرنګ، چې تېره ورځ يې په کندوز ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو په موخه د ملي څېړنې د پروګرام په پيل کې خبرې کولې، وويل، چې د تاوتريخوالي د له منځه تلو لپاره بايد د حل لارې چارې ولټول شي.

مېرمن صبحرنګ په کندوز کې د ښځو او نجونو د وژنې د پېښو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه، دا کندوز ته راغلې، څو له دغو ستونزو د وتلو په موخه د ولايتي چارواکو خبرې او وړاندېزونه واوري.

هغې له ولايتي چارواکو وغوښتل، چې د ملي تحقيق د دغه پروګرام په عملي کولو کې د بشري حقونو له کمېسيون سره مرسته وکړي.

ملي تحقيق هغه نوی پروګرام دی، چې تازه د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له خوا په ټول هېواد کې په لاره اچول شوی او موخه يې دا ده، چې د ښځو د عمومي وضعيت څېړنه او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي اصلي لاملونه پيدا کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چې دغه ملي څېړنه د عدلي او قضايي بنسټونو، مدني ټولنې، د بشري حقونو د فعالانو، رسنيو، ديني عالمانو او مشرانو په مرسته مخ ته وړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز د ښځو چارو رييسې نادرې ګياه پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۷۰ او تېر کال ورسره په دې اړه ۱۲۵ پېښې ثبت شوي، خو د مرموزو او نورو وژنو شمېرې د تېر کال په پرتله څو چنده کمې شوې دي.

هغې زياته کړه، چې سږ کال په کندوز کې ۱۶ ښځې او نجونې وژل شوي، په داسې حال کې ، چې تېر کال دوه ښځې وژل شوې وې.

د ښځو چارو رياست د زور ودونه، له کوره تېښته، طلاق، تېزاب شيندل، تښتونه، وهل ډبول، ځان سوځونه او جنسي تېري د ښځو پر وړاندې لوى تاوتريخوالي بولي.

مېرمن ګياه وويل، د ښځو چارو په رياست کې ثبت شوې شمېره، په دغه ولايت د تاوتريخوالي کچه نه څرګندوي، ښايي دا کچه له دې هم اوچته وي، خو ټولې دا ډول پېښې له دغه رياست سره نه دي ثبت شوې.

د تاوتريخوالي تر ټولو وروستۍ او تازه پېښه روانه مياشت په امام صاحب ولسوالۍ کې د يوې ۲۶ کلنې ښځې وژنه وه، چې د خپل خاوند له خوا د مبايل د چارجر په مزي زندۍ شوه، خاوند يې تېښته وکړه، خو خسر يې د پوليسو له خوا په دې قضيه کې د لاس لرلو په تور ونيول شو.

همدارنګه يوه بله ۳۴ کلنه مېرمن، چې له واده يې شپږ کاله تېرېدل او د څلورو ماشومانو مور وه، د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې يې د موږکو ضد درملو په خوړلو سره ځان وواژه.

خو د ښځو چارو رياست ويلي و، تر هغو چې يوه ښځه په ستونزو کې راګيره نه شي، نو ځانوژنه نه کوي او امکان لري چې د دې ځانوژنې لامل کورنى تاوتريخوالى وي.

تېره مياشت يوه ۱۶ کلنه نجلۍ هم د کندوز په مرکز کې په مرموز ډول په مرمۍ وژل شوې وه.

د دې نجلۍ د کورنۍ په وينا، دا يو نيم کال وړاندې په خپله خوښه د يوه پوليس افسر په نوم شوې وه، کوټه يې جارو کوله چې ناڅاپه د مرمۍ ډز واورېدل شو؛ خو دوی نه پوهېږې چې دغه ډز په تېروتنه شوی که نجلۍ ځانوژنه کړې ده.

په کندوز کې د ملي څېړنې پروګرام ورځ تر بلې زياتېدونکی غربت، بې سوادي، د ښځو له حقوقو د خلکو د عامه پوهاوي نه شتون، تبعيض او نور موارد په ښځو کې د تاوتريخوالي اصلي عوامل ګڼلي او ژمنه يې کړې، چې د تاوتريخوالي په کموالي کې به خپله همکاري زياته کړي.

د کندوز والي محمد انور جګدلک په وروستيو کلونو کې د ښځو وضعيت مخ په ښه کېدو وباله او ويې ويل، چې سږ کال د ښځو دوسيو ته لاسرسی شوی دى.

جګدلک ادعا وکړه، چې دا مهال په دغه ولايت د ښځو پر وړاندې هېڅ ستونزه شتون نه لري، هغه زياته کړه: “هغه ښځې، چې د ځينو کسانو او اشخاصو له خوا وژل شوي او يا پرې جنسي تېري شوي، عاملين يې نيول شوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.”

امنيتي چارواکي هم وايي، چې دوی د ښځو د وژنې په تور د روان کال په اوږدو کې ۲۰ کسان نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې ورپېژندلي دي.

د ويلو ده، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چې په روان کال کې يې د هېواد په کچه د تاوتريخوالي ۴۵۰۰ پېښې ثبت کړي، چې له ۷۵ زياتې پېښې يې ناموسي وژنې او ۴۰ يې جنسي تېري تشکيلوي، په داسې حال کې ، چې تېر کال په کمېسيون کې د تاوتريخوالي درې زره پېښې ثبت شوې وې.

ورته موضوع