منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په پېښور کې دافغان کډوالو د کورونو د نړولو مخه ونيول شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

اسلام اباد  ( پژواک ١٩ سلواغه ٩١ ) : په پاکستان کې د افغان کونسلګرۍ او د ملګرو ملتونو دکډوالو د عالي کمشنرۍ په هڅو په پېښور ښار کې د افغان کډوالو د کورونو د نړولو مخه ونيول شوه.

شاوخوا ٤٧١ افغان کډوال د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ښار اړونده د تاکال په سيمه کې مېشت دي.

 د پېښور ښار چارواکو، چې له محکمې څخه يې ددې کورونو د نړولو امر هم اخيستى و،د سلواغې په ١٩مه، هڅه کوله، چې ياد کورونه ونړوي، خو دافغانستان د کونسلګرۍ د استازو او د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د استازو لخوا يې مخه ونيول شوه.

په پېښور کې د افغانستان کونسل جنرال محمد ابراهيم خېل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ځايي چارواکو ادعا کوله، چې افغان کډوالو د هديرې پر ځمکه کورونه اباد کړي ، په داسې حال کې چې هلته هېڅ هديره نشته.

ده زياته کړه ، چې افغان کډوال نه شي کولى په سخته يخنۍ او د ژمي په موسم کې نورو سيمو ته کډه وکړي.

د ابراهيم خېل په وينا ، کله چې له دې موضوع خبر شول، نو د ملګرو ملتونو دکډوالو دعالي کمشنرۍ ( يو اېن اېچ سي آر) له استازو سره يو ځاى  سيمې ته ولاړل او هغوى يې د کورونو له نړولو څخه منع کړل.

نوموړي زياته کړه، چې ځايي چارواکو يادو افغان کډوالو ته د پنځو ورځو وخت ورکړى ، چې له دې سيمې څخه کډه وکړي.

 

 

 ابراهيم خېل وايي، چې وروسته يې په دې اړه د پېښور ښار له مرستيال کمشنر سره وليدل او ياده ستونزه يې ورته ياده کړه.

د هغه په وينا، مرستيال کمشنر ياد ضرب الاجل اته ورځې کړ او ويې ويل چې ياد کډوال   دې مېشت غالو ته ولاړ شي.