Language

په کندوز کې د ازبکستان اسلامي تحريک يو غړی ونيول شو

کندوز (پژواک ۳۴ سلواغه ۹۱): په کندوز ولايت کې د ازبکستان د اسلامي تحريک د يوه غړي په ګډون څلور تنه نيول شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرورحسيني وايي، دوه تنه، چې وروڼه دي او له طالبانو سره يې اړيکې درلودې، د کندوز د مرکز په ګورتپې سيمه کې د عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغو دوه ورځنيو عملياتو کې، چې د چهار درې ولسوالۍ ځينې برخې يې هم تر پوښښ لاندې راوستلې وې او اوس پای ته ورسېدل، شپږ کړۍ ماينونه هم ترلاسه شوي دي.

د چهاردرې د نهر صوفي اوسېدونکي عبدالصبور وويل، چې  له دې مخکې په ياده سيمه کې د شپې له خوا طالبانو ګرځېدل ، چې په دغو عملياتوسره يې مخه ونيول شوه.

هغه زياته کړه، دغه ډول عمليات ګټور دي، خو اړينه ده چې د طالبانو د نفوذ د مخنيوي لپاره په دې ساحو کې د دولتي ځواکونو دايمي پوستې جوړې شي.

خو د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، دوی په چهاردره کې يوه امنيتي پوسته جوړه کړې او د نهر صوفي ساحې امنيت يې هم ټينګ کړى دى.

په ورته وخت کې بيا ايساف وايي، چې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې يې له افغان ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې د ازبکستان د اسلامي تحريک يو غړی نيولی دی.

د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر په هغې خبرپاڼه کې، چې نن پژواک اژانس ته را رسېدلې، د نيول شوی تن نوم نه دی ښودل شوی، خو ويل شوي چې د ازبکستان د اسلامي تحريک دغه غړي په خان اباد کې د وسلو په وېشلو او د ماينونو په خښولو کې مرسته کوله.

سرچينې زياته کړه، چې د دغو عملياتو په پايله کې يو بل شکمن مخالف هم نيول شوی او څو ميله نورې وسلې او مهمات يې  هم ترلاسه کړي دي.

 امنيتي چارواکي د ازبکستان اسلامي تحريک د وسلوالو طالبانو له مهمو ملاتړو ګڼي او وايي، چې د دغه خوځښت ډېر غړي د کندوز په ګډون په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې فعاليت لري.

طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي وو، چې د دغه تحريک غړي له دوی سره يو ځای د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.

Related Topics