ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا په افغانستان کې د ۸ او ۱۲ زرو ترمنځ سرتیري پاتې کوي

امریکا په افغانستان کې د ۸ او ۱۲ زرو ترمنځ سرتیري پاتې کوي

author avatar
22 Feb 2013 - 21:13
امریکا په افغانستان کې د ۸ او ۱۲ زرو ترمنځ سرتیري پاتې کوي
author avatar
22 Feb 2013 - 21:13

 

بروکسل ( پژواک ۴ کب ۹۱ ) :  امریکا د ناټو ددفاع وزیرانو ته ویلي چې دوی غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ۸ او ۱۲ زرو ترمینځ سرتیري پاتې کړي.

دغه څرګندونې د جرمني ددفاع وزیر تهوماس ډی میزيري د کب په ۴مه، په بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته خبریالانو ته وکړې.

هغه زیاته کړه چې دامریکا ددفاع وزیر لیون پنیټا دناټو ددفاع وزیرانو په دویمه ورځ دافغانستان په اړه په ځانګړې ناسته کې وویل چې په پام کې لري په افغانستان کې د ۸ او ۱۲ زرو ترمنځ سرتیري پاتې کړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو پخواني لوی قوماندان جنرال جان الن سپینې ماڼې ته وړاندیز کړی و، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ۶ او ۲۰ زرو ترمنځ سرتیري پاتې کړي.

خو سپینه ماڼۍ په تکرار سره ویلي دي چې دوی په دې اړه مشورې کوي او ولسمشر اوباما به په دې اړه وروسته پریکړه اعلانوي.

د جرمني ددفاع وزیر دیادو څرګندونو وروسته سمدستي وروسته د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیټا د ناټو په مقر کې خبریالانو ته وویل چې هیواد یې تر اوسه په افغانستان کې د پاتې کیدونکو سرتیرو د شمیرې او کچې په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.

هغه د جرمني ددفاع وزیر څرګندونې ناسمې وبللې او زیاته یې کړه چې دوی اوس هم د سرتیرو دشمیرې په اړه مشورې کوي او وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

په بروکسل کې د ناټو سرچینې وایي چې دغونډې پر مهال د امریکا او ځینو ناټو متحدینو ترمنځ په افغانستان کې د پاتې کیدونکو سرتیرو پر سر اختلافات پیدا شوي وو.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.