منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

افغان: د زابل د تاريخي ځايونو بيارغونې ته پاملرنه نه کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

کلات ښار (پژواک ٧ کب ٩١): د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ مشر وايي، چې د دغه ولايت تاريخي ځايونه او ځيني مقدس اماکن د نه پاملرنې له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ مشر عبدالمقيم افغان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې ډېر لرغوني ځايونه شته.

دى وايي: ((څه موده وړاندې، چې زه دلته د رييس په توګه وټاکل شوم، ما سروې پيل کړه، شاوخوا شل لرغوني تاريخي ځايونه مې په نښه کړل، چې رغولو ته اړتيا لري.))

بالاحصار، غشو څلى، د هولان رباط غونډۍ، د زرين کلا تنګى، د بوستان سيمه، د مېزانې تپه، د توپونو غونډۍ، د شاه قدم سيمه، پاينده خان کلا، سنګر جمال خېل سيمه، سرتاج غونډۍ او بولان غونډۍ د دغه ولايت تاريخي سيمې او د شېخ مټي او حسن مټي زيارتونه، د محمدهوتک زيارت، د ٤٠ ګزي بابا زيارت، د پير صالح زيارت او د ميانور صاحب زيارت د دغه ولايت له سپېڅلو اماکنو څخه دي.

ده له يادو تاريخي ځايونو د زابل بالاحصار (سکندر کلا)، د شيخ مټي بابا زيارت او د کابل-کندهار پر لويه لار د “غشو څلى” ياد کړل چې په وينا يې، رغولو ته جدي اړتيا لري.

د زابل بالاحصار، چې لرغونتوب يې له ميلاد څخه شاوخوا ٣٢٠ کاله مخکې ته رسيږي، د کلات ښار منځ کې د والي د دفتر ودانۍ په دوه سوه مترۍ کې موقعيت لري، اوس د دې تاريخي کلا دېوالونه تر ډېره نړېدلي دي.

دا مهال په دې کلا کې د ملي اردو يوه قطعه پرته ده او د بېلابېلو مخابراتي شرکتونو انتونونه په کې ولاړ دي.

شيخ مټي د پښتو ادب لومړنى متصوف شاعر و او زيارت يې د بالاحصار په ودانۍ کې دى.

افغان وايي، چې يادو زيارتونه ته خلک له نورو ولايتونو او ان بهرنيو هېوادونو څخه ورځي.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ مشر وايي، چې بالاحصار، د شېخ مټي زيارت او د غشو څلى، سره له دې چې د نورو په پرتله په امنو سيمو کې دي، خو پاملرنه ورته نه ده شوې.

د هغه په وينا، څو ځلې يې په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي ابداتو رياست ته وړانديزونه کړي، خو تر اوسه يې په اړه عملي ګام نه دى پورته شوى.

افغان وايي، چې د وزارت له لوري هر ځلې ورته ويل شوي، چې د دغو تاريخي ځايونو د رغونې لپاره بوديجه نه لري.

افغان وويل، وزارتونه تل د بوديجې د لږ لګولو له امله د ولسي جرګې له نيوکو سره مخ وي، خو: ((موږ، چې بيا کله مراجعه کوو، وايي چې بوديجه نشته.))

د مرغومې په لومړيو کې ولسي جرګې د ملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا، کانونو، لوړو زده کړو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه.

جرګې د استيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې د دغو وزارتونو د پراختيايي بوديجو له نيمايي لږ لګول ښودلي و.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستيال مصدق خليلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د زابل په ګډون په ټول هېوادکې شاوخوا ١٢٠٠ تاريخي ابدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

ده وويل، چې وزارت خپلې بوديجې ته په پام سره هر کال د هېواد په ځينو سيمو کې تاريخي اثار رغوي.

خليلي وايي، له دې امله چې غزني د اسلامي تمدن د مرکز په توګه پېژندل او ټاکل شوې چې په ٢٠١٣ کال کې هلته د اسلامي هېوادونو د کلتور وزيرانو غونډه جوړه شي، په تېرو څو کلونو کې د وزارت ډېره پاملرنه د غزني د تاريخي اثارو رغولو ته وه.

 په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د ليبيا په طرابلس کې د اسلامي هېوادونو د کولتور د وزيرانو په غونډه کې غزني د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي هېوادونو د تمدن او کولتور پلازمېنه ونومول شوه.

خليلي دا هم وويل، چې تېر کال يې زابل ته سفر درلود او هلته يې تاريخي اثار له نږدې ليدلي او بيا رغونه يې د دې وزارت له لومړيتوبونو څخه ده.