کندز ښار (پژواک ۱۳ حوت ۹۱): د کندوز يو شمېر هټيوال او اوسېدونکي په دې ولايت کې له وسله والو غلاوو څخه په داسې حال کې سرټکوي ، چې په دې وروستيو کې وسله والې غلاوې په کې زياتې شوې دي.
د کندوز ښار هټيوال او اوسېدونکي وايي، په دې وروستيو کې وسله وال غله په ښار کې زيات شوي او د ماښام پرمهال دوکانونو ته ننوځي او د دوکان خاوند تر وهلو ټکولو وروسته، دوکانونه يې لوټوي او له سيمې څخه تښتي.
ذبيح الله چې د کندوز ښار د خان اباد بندر يو هټيوال دى، وايي چې څو ورځې وړاندې ماښام مهال يې غله دوکان ته ننوتي او د هغه هرڅه يې له ځانه سره وړي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: “د شپې ۹ بجې وې چې د غلو يوه ډله مې دوکان ته ننوته، ماته يې وويل چې پيسې راکړه؛ کله چې ما ورنه کړې، د تومانچې په واسطه يې پر ما ډزې وکړې، زه يې ټپي کړم.”
دى وايي، له ډزو وروسته په داخل کې ۱۷زره افغانۍ يې ترې واخيستې او له سيمې څخه وتښتېدل.
د فيروز په نوم د کندوز ښار د لومړۍ ناحيې يو بل اوسېدونکى وايي، چې غله نه يواځې له دوکانونو څخه، بلکې له کورونو څخه هم غلاوې کوي.
دى زياتوي: “څو موده وړاندې د ورځې پرمهال د هغوى څو تنه ګاونډيان يوه استوګن کور ته ننوتل، د ښځو زېورات او نقدې پيسې يې له ځانه سره يوړې.”
نوموړي زياته کړه، په دې وروستيو وختونو کې په دغه ښار کې وسله والې غلاوې زياتې شوي او که مخه يې ونه نيول شي، د کندوز ښار امنيتي حالت ته به ډېر زيان وويني.
له بل لوري د کندوز ښار ځينې زرګران هم وايي، څه موده وړاندې يو زرګر سهار وختي د وسله والو غلو له خوا ووژل شو، چې دغه حالت هغوى اندېښمن کړي دي.
د فريداحمد په نوم د کندوز ښار يوه زرګر وويل: “که څه هم امنيتي حالت له دوه اونيو راهيسې ښه شوى، خو بيا هم هڅه په کار ده، ترڅو د وسله والو غلاوو مخه ونيول شي.”
هغه زياته کړه، وروسته له هغه چې يو زرګر د وسله والو غلو له لوري ووژل شو، هغوى په ډاډه زړه نه شي کولى خپلې ورځنۍ چارې پرمخ بوځي.
بل خوا امنيتي چارواكي بيا وايي، چې سږکال يې تر ډېره بريده د وسله والو غلو مخه ډب کړې ده.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيدسرور حسيني پژواک ته وويل: “کومې ډلې چې په دې وروستيو کې په خان اباد بندر سيمه کې غلا کړې، معتادين دي او د داسې ډلو د مخنيوي په برخه کې زموږ هڅې ګړندۍ شوې دي.”
هغه د ښار له اوسېدونکو وغوښتل، چې د مشکوکو ډلو په ليدلو سره دې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي.
كندوز د شمال ختيځ زون مرکز دى، خو په دې وروستيو کلونو کې يې ځينې سيمې ناامنه شوي او وسله وال غله بل هغه څه دي، چې د امنيت د خرابۍ ترڅنګ يې د مېشتو ځايي اوسېدونکو اندېښنې راولاړې کړې دي.










