کندوز ښار (پژواک، ٢٠ کب ٩١): ناپېژاندو کسانو د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې يوه نجلۍ د چاقو په وسيله وژلې ده.
د تخار د والي وياند سيدسليمان مرادي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، د ګل بي بي په نوم ١٦کلنه نجلۍ دوه ورځې وړاندې د خواجه بهاوالدين په شور توغي سيمه کې له خپل کور څخه تښتول شوې وه.
ده زياته کړه، پرون ناوخته د هغې جسد په داسې حال کې ، چې د ٦-٧ چاقو نښې په کې ښکارېدې، د يادې ولسوالۍ په کتيکجر سيمه کې موندل شوى دى.
دى وايي: “دغه نجلۍ له څو کلونو راهيسې چوپانه وه، چې د خپلې کورنۍ له لوري د هلکانو جامې وراغوستل کېدې.”
د هغه په وينا، د دې پېښې اصلي انګېزه تراوسه نه ده معلومه، خو وايي، امنيتي ځواکونه توانېدلي ، چې له پېښې سره په تړاو د نجلۍ د کورنۍ يو تن ونيسي او څېړنې ترې روانې دي.
د تخار د ښځو چارو مشره رزم ارا حواش د دې ترڅنګ چې دغه پېښه غندي، له امنيتي ځواکونو غوښتنه کوي، چې د داسې ورته پېښو مخنيوى وکړي او عاملين يې ونيسي.
دې زياته کړه: “د روان کال په ترڅ کې دا ١٣مه پېښه ده، چې د بېلابېلو عواملو له کبله د ځينو اشخاصو له لوري په بې رحمانه توګه رامنځ ته کېږي.”
د هغې د معلوماتو له مخې، د روان کال له پيله تراوسه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ٢٧٦ پېښې د ښځو چارو ادارې سره ثبت دي، چې له دې شمېر څخه لس يې جدي دي.