درېيم تعقيب: کندوز (پژواک، ٢٣ کب ٩١): د کندوز چارواکي وايي، د دې ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد په پايله کې د ولسي جرګې د رييس د پلار او ورور په ګډون ٦ تنه ووژل شول.
د کندوز د والي وياند عنايت الله خليق پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن (د کب ٢٣مه) ماښام شاوخوا شپږ بجې د امام صاحب ولسوالۍ د مرکز د وزلوبې په يوه لوبغالي کې، چې د باسوس په نوم سيمه کې موقعيت لري، رامنځ ته شوې ده.
دى زياتوي، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې وزلوبه روانه او ځانمرګي چې پلى روان و، د عبدالقيوم ابراهيمي ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د امام صاحب امنيه قوماندان عبدالقيوم ابراهيمي سره له خپلو څلورو ساتونکو او پلار حاجي شېرخان وژل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې د ولسي جرګې د رييس ورور حاجي اسدالله په ګډون شاوخوا لس تنه ټپيان هم دي.
د يادونې وړ ده، چې حاجي شېرخان د ولسي جرګې د رييس پلار، عبدالقيوم ابراهيمي او اسدالله يې وروڼه دي.