فيض اباد (پژواک ٥ ورى ٩٢): په بدخشان ولايت کې يو جرمنى وګړى د برمته کوونکو له بنده ژغورل شوى او د هغه د برمته کولو په تړاو درې کسان نيول شوي دي.
د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال امام الدين مطمين وايي، چې دغه وګړى د وسله والو له خوا دوه ورځې مخکې د ارګو ولسوالۍ د نواباد له تاش بندي سيمې هغه مهال وتښتول شو، چې د خپل رسمي ماموريت له مخې سيمې ته تللى و.
مطمين پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونه د دې موضوع تر خبرېدو وروسته د شپې شاوخوا ٨ بجې يادې سيمې ته د پلټنې په موخه تللي وو، چې په همدې سيمه کې يې نوموړى بهرنى وګړى په يوه کور کې موندلى دى.
هغه زياته کړه، چې دغه جرمنى وګړى د جرمني پراختيايي همکاريو موسسې (Giz)، کې کار کوي، چې په دې وروستۍ لسيزه کې د بدخشان ولايت د بنسټيزو پروژو په جوړولو کې فعاليت کوي.
د بدخشان امنيه قوماندان زياته کړه، چې د دغه جرمني وګړي د تښتونې په تړاو يې درې وسله وال طالبان هم نيولي دي.
مطمين زياته کړه، تر اوسه د تښتونې لامل نه دى معلوم، خو امکان لري چې برمته کوونکو به د هغه د خوشې کولو په بدل کې د پيسو او يا هم د بندي طالبانو د ازادۍ غوښتنه کوله.
سرچينې د دغه جرمني وګړي نوم نه دى اخيستى، خو ځينو سرچينو د هغه نوم ډاکټر هيرمن ياد کړى دى.
جرمني د پراختيايي موسسې د فعاليت تر څنګ په افغانستان کې د ايساف تر مشرۍ لاندې شاوخوا پنځه زره سرتېري هم لري، چې د بدخشان په ګډون د هېواد په شمال او شمال لوېديځو ولايتونو کې مېشت دي او تر اوسه يې په بېلابېلو پېښو کې پنځوس سرتېري وژل شوي دي.
د ويلو ده، چې د مداير موسسې دوه افغانان او دوه بهرنۍ مېرمنې د بدخشان له يفتل پايان څخه د ١٣٩١ کال په غبرګولي مياشت کې برمته شوې وې، خو له ١١ ورځو وروسته په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د ايساف او ملي اردو په کومانډويي عملياتو کې د تښتوونکو له بنده راخلاص او په دې تړاو يې پنځه وسله وال هم وژلي وو.
له دغو مېرمنو څخه يوه يې برېتانيوۍ او بله يې کينيايۍ وه او د مداير غير حکومتي خيريه موسسې سره يې، چې مرکز يې په سويزرلنډ کې دى، کار کاوه.
دغه دوه مېرمنې هلن جانستون (Helen Johnston) او مارګيو اورير (Moragwe Oirere) نومېدې.