منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۰ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په بدخشان کې هوايي بريد ١٠ وسله وال وژلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

فيض اباد (پژواک ١٥ ورى ٩٢): په بدخشان کې د ايساف هوايي بريد په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون د دولت ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوى دي.

د بدخشان د امنيه قومانداۍ د امنيت امر پاسوال سيد جهانګير کرامت وايي، چې ياد هوايي بريد تېر ماښام د وردوج ولسوالۍ په غنيو سيمه کې د مخالفينو پر يوه پټنځاى ترسره شوى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده پېښه کې د يوه مهم طالب قوماندان مولوي غياث الدين په ګډون ١٠ وسله وال وژل شوي دي.

کرامت زياته کړه، چې اوس مهال وسله وال مخالفين غرونو ته تښتېدلي او امنيتي وضعيت ښه دى.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي، چې د وردوج ولسوالۍ په ځينو برخو کې وسله وال مخالفين شتون لري، خو د هوايي او ځمکنيو علمياتو په ترڅ کې به هغه هم له منځه ولاړ شي.

خاور ادعا وکړه: ((چې د وسله والو ټغر د اشکاشم – بهارک په لويو لارو کې را ټول شوی او هلته تازه نوې پوستې جوړې شوې دي.))

طالبانو تر دې دمه په دې اړه  څه نه دي ويلي.

تېره اونۍ ايساف او امنيتي ځواکونو د وردوج په يخشيره سيمه کې د و سله والو مخالفينو د دوو سنګرونو د ويجاړولو او ٧ تنو د وژلو خبر هم ورکړى و.

وسله والو طالبانو ادعا کړې وه، چې په يادو هوايي بريدونو کې ٧ ملکي وګړي وژل شوي، خو ايساف او امنيتي ځواکونو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلي اوښتو ادعا رد کړې وه.