Language

په تخار کې د ازبکستان اسلامي تحريک يو مهم غړى ووژل شو

 کابل- تالقان (پژواک ١٩ ورى ٩٢): ايساف په تخار ولايت کې د ازبکستان اسلامي تحريک د يوه مهم غړي د وژلو او د يوه بل  تن د نيولو خبر ورکړ.

په هغه خبرپاڼه کې، چې نن په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي، چې دغه عمليات د اشکمش ولسوالۍ په مربوطاتو کې په لاره اچول شوي و.

سرچينې زياته کړې، چې نوموړى تن جمعه خان نومېده او د هغه کور وسله والو مخالفينو ته يو خوندي ځاى و.

 هغه د وسلو او مهماتو په ساتلو او وېش، د وسله والو کسانو په جذب او د افغان او ايساف ځواکونو پر ضد بريدونو کې هم لاس درلود .

 ايساف ويلي، چې په دغه ولسوالۍ کې په يو لړ نورو عملياتو کې يې طالبانو ته د وسلو او مهماتو چمتو کوونکى هم نيولى دى.

د سرچينې په وينا، نوموړي د ازبکستان اسلامي تحريک او طالبانو ته د بمونو په ګډون مهمات چمتو کول او په مالي برخه کې يې هم له وسله والو مخالفينو سره مرسته کوله.

 خو د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال خير محمد په نننۍ خبري غونډه کې وويل، چې دغه عمليات پرون شپه د بهرنيو ځانګړو ځواکونو له خوا، د تخار د امنيتي چارواکو له خبرولو پرته تر سره شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې د عملياتو په ترڅ کې جمعه خان نومى وژل شوى او د بورګيت په نوم يو بل تن يې له ځان سره بېولى دى.

 تيمور زياته کړه، د دغو دوو تنو په اړه، چې ايا دوى له وسله والو مخالفينو سره لاس لري که نه؟ معلومات نه لري.

  د ويلو ده، چې تېر کال هم د ازبکستان اسلامي تحريک يو قوماندان د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو په بريد کې وژل شوى و.

 ايساف د دغه قوماندان نوم نه دى اخيستى، خو ويلي يې و، چې هغه  د دوو بهرنيو مېرمنو او دوو افغانانو، چې د سويزرلينډ په مداير Medair  موسسه کې يې دنده تر سره کوله، په تښتولو کې لاس درلود.

 دغه څلور تنه بيا د ملي اردو کومانډو او د ايساف په عملياتو کې وژغورل شول او د عملياتو په ترڅ کې يې پنځه وسله وال مخالفين ووژل شول.

 بدخشان او تخار په شمال ختيځ کې دوه هغه پراته ولايتونه دي، چې له تاجکستان هېواد سره ګډه پوله لري.

سيمه ييز چارواکي وايي، چې اوس هم د ازبکستان اسلامي تحريک غړي د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي.

Related Topics