منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۷ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

وچکالۍ د نيمروز د کنګ ولسوالۍ خلک زيانمن کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

زرنج (پژواک ٥ غويى ٩٢): د نيمروز د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې د وچکالۍ له امله يې سلګونه څاروي  او د ځمکو حاصلات له منځه تللي دي.

د کنګ ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمود وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کموالي او د ورښتونو د نه کېدو له امله په تېرو څلورو مياشتو کې شاوخوا ٢٠ زره څاروي مړه شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د مالدارانو  ٨٠ او ٩٠ سلنه څاروي له منځه تللي دي.

د محمود په وينا، په څارويو کې  چې له منځته تللي، ډېرى يې غواوې، پسونه او سيرلي دي چې د وښو د نشتوالي له مله مړه شوي دي.

د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى غلام سخي هم شکايت کوي او زياتوي، د وښو د نشتوالي له امله خلک وچ ازغي ميده کوي او بيا يې څارويو ته ورکوي.

هغه چې دوه کاله مخکې د دې ولسوالۍ د اوبو رسولو د ادارې مسوول و، زياتوي، چې سږ کال يې په خپلو ځمکو کې د غنمو درې خرواره تخم شيندلى و، خو هېڅ حاصل يې ورنه کړ.

سخي زياتوي، چې د ده ترڅنګ د ولسوالۍ د نورو کروندګرو ٣٠٠ خرواره کرلي غنم هم له منځه تللي دي.

د کنګ ولسوال محمدجمعه علمي د خلکو د ستونزو د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ ډېرى خلک په کرنه بوخت دي او وچکالۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په وينا، د وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله د دې ولسوالۍ ډېرې کورنۍ اړې شوې چې خپل کورونه پرېږدي او نورو سيمو ته کډوالې شي.

ولسوال د دې ستونزې د هوارۍ يواځېنۍ لاره د زرنج او کنګ ولسوالۍ ترمنځ د لشکري کانال پاکول په ګوته کړ، چې ورسره به دې ولسوالۍ ته اوبه په اسانه توګه ورسېږي.

د نيمروز د کرنې رييس محمد اکبر شريفي وايي، چې دى هم د خلکو له ستونزو څخه خبر دى او ډېر ژر به د دوى ستونزې او شکايتونه په مرکز کې له اړوند وزارت سره شريک کړي.