منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

سويډن کې يو شمېر افغانانو د نه خوړو اعتصاب کړى

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک ٧ غويى ٩٢): په سوېډن هېواد کې يو شمېر افغان پناه غوښتونکو له تېرو څو ورځو راهيسې د نه خوړو اعتصاب کړى دى.

په سوېډن کې مېشت يو تن افغان نور رحمن شېرزاد د غويي په ٧مه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغو ١٣ افغانانو وروسته له هغه د نه خوړو اعتصاب وکړ،  چې د ياد هېواد د کډوالۍ ادارې له خوا ورته د وتو امر شو.

هغه زياتوي، چې دغو کسانو د سوېډن په بودين ښار کې چېرته چې ګڼ شمېر افغان کډوال مېشت دي، اعتصاب کړى او له ځايي حکومت څخه غواړي، چې دوى ته سياسي پناه ورکړي.

شېرزاد وايي، چې په نورو اروپايي هېوادونو کې افغانان په زوره نه ايستل کېږي او تر قبلېدو پورې يې په محکمو کې دوسيې روانې وي.

خو د نوموړي په وينا، سوېډن يواځېنى اروپايي هېواد دى چې افغان پناه غوښتونکي يې نه دي منلي او ورته ويلي يې دي، چې له دغه هېواد څخه ووځي.

د حبيب الله په نوم يوه بل افغان پژواک اژانس ته وويل، دغو افغانانو، چې کورنۍ يې هم ورسره دي، په ډېرو سختو شرايطو کې ځانونه تر سويډن پورې رسولي دي.

هغه زياتوي، په خپل هېواد کې له امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ وو او له همدې امله يې په ياد هېواد کې د پناه غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د سويډن په مرکز سټاکهلم کې هم لسګونو کسانو د دغه هېواد د کډوالۍ د ادارې پر ضد لاريون کړى و.

دغو افغان لاريون کوونکو، چې ماشومانو يې هم ګډون په لاريون کې ګډون ورسره کړى و، له سويډني چارواکو غوښتنه کوله، چې د افغانانو د لېږلو پرېکړه دې بېرته واخلي.

شېرزاد وايي، چې د نه خوړو اعتصاب له امله د پنځو تنو روغتيايي حالت خراب شوى او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادونې ده، د ناټو غړي هېوادونه، چې په افغانستان کې يې سرتېري مېشت دي، خپلو افغان ژباړنانو او نورو کارکوونکو ته سياسي پناه ورکوي، خو سويډن يواځېنى هېواد دى چې له دغه کاره انکار کوي.

د سويډن چارواکي وايي، چې افغانان ورسره د پيسو په بدل کې کار کوي، ځکه اوس ورته پناه نه ورکوي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د افغانستان د بهرنيو چارو او کډوالو چارو وزارتونو نظر واخلي، خو د بهرنيو چارو وزارت بې خبري وښوده او د کډوالو چارو له وزارت اړيکه ټينګه نه شوه.