کندهار (پژواک ١٥ غويى ٩٢): په کندهار ولايت کې د کرنې او مالدارۍ انسټيټيوټ ودانۍ جوړه او نن د غويي په ١٥مه د کليو د پراختيا د وزير له خوا پرانيستل شوه.
دغه انسټيټيوټ د کندهار ښار د ترنک فارم په ساحه کې جوړ شوى، چې د سوېلي حوزې په کچه به په کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې زده کړې ورکول کېږي.
د کليو د پراختيا وزير ويس برمک د ودانۍ د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عصري ودانۍ د کليو د پراختيا او بيارغونې، پوهنې، کرنې او اوبو لګولو د وزارتونو او د کاناډا هېواد په ٤،٥ ميليونه ډالره لګښت جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، د ودانۍ د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړې شوې، چې د زده کړې ٣٦ خونې، د نارينه او ښځينه وو لپاره د ليليې او ډوډۍ خوړلو ځايونه، تخنيکي ورکشاپ، د لوبو ميدانونه او يو جومات په کې شامل دي.
د نوموړي په وينا، په دغه انسټيټيوټ کې په وخت کې ١٢٠٠ تنه زده کړې کولاى شي، چې د کندهار تر څنګ به په کې د هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو زده کوونکي زده کړې کوي.
برمک د کندهار پر امنيتي حالت خوښي وښوده او ويې ويل، چې پخوا د دغه راز پروژو او بيارغنيزو کارونو د ترسره کولو پر وړاندې ستونزې موجودې وې، خو اوس چې ستونزې حل شوې، دوى به په دغه ولايت کې د بيارغونې نور ډېر کارونه هم ترسره کړي.
د هغه په وينا، د کندهار په پنجوايي، غورک، معروف او شاوليکوټ ولسواليو کې به ډېر ژر د ملي پيوستون د پروګرام دويم پړاو هم پيل کړي، چې پر مهال به يې د ميليونونو افغانيو په لګښت بيارغنيزې پروژې عملي شي.
نوموړي په دې لړ کې خبر ورکړ، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې يې د ملي پيوستون دويم پړاو پيل کړى، چې د تېر په پرتله به يې چارې ښې ترسره شي او دا ځل به دغه پروژې د فساد، درغلي او ټيټ کيفيت ښکار نه شي.
د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال د انسټيټوټ د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې اوسمهال به له دغه انسټيټيوټ څخه د کرنې د پوهنتون پر ځاى ګټه پورته کېږي.
ټاکل شوې په همدې ساحه کې د هندوستان هېواد په مالي مرسته د هېواد په کچه د کرنې لوى پوهنتون جوړ شي، چې اوسمهال يې د ډيزاين او نورې اړوندې چارې روانې دي.
دى وايي، تر هغه چې د کرنې پوهنتون جوړېږي د سوېلي حوزې نارينه او ښځينه زده کوونکي کولاى شي همدلته د کرنې او مالدراۍ په برخه کې زده کړې وکړي.
چارواکي وايي، په تېرو اتو کلونو کې د کليو د پراختيا وزارت د خپل ملي سيمه ييز پراختيايي پروګرام له لارې په کندهار کې ٥٥٤ پروژې پلې کړې، چې څه د پاسه ٢٦ ميليونه ډالر لګښت پرې راغلى دى.
دغه وزارت پلان لري، چې په روان کال کې په کندهار کې درې پروژې د ساختماني چارو او درې نورې د ښځو د اقتصاد د ښه والي په برخه کې عملي کړي.










