اسلام اباد (پژواک ١٨ غويى ٩٢): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، چې له پاکستان څخه د لنډ وخت لپاره د افغان ګډوالو د ستنېدو پروسه ځنډول کېږي.
په اسلام اباد کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروسه په پاکستان کې د پارلماني ټولټاکنو له امله ځنډول شوې ده.
يادې ادارې په پاکستان کې مېشتو هغو ټولو راجستر شوو افغان کډوالو ته خبر ورکړى، چې د بېرته ستنېدو لړۍ به د غويي تر ٢٣مې نېټې پورې بنده وي.
يو اېن اېچ سي ار ويلي، چې په خيبر پښتونخوا ايالت کې د دوى دفترونه په يادو نېټو بند وي، خو په بلوچستان کې به د غويي له ٢٠مې څخه تر ٢٣ مې پورې تړلي وي.
په خبرپاڼه کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ له افغانانو غوښتي، چې د پاکستان د ټولټاکنو پر مهال د امنيتي ملحوظاتو له امله دې په ښارونو او نورو سيمو کې له ګرځېدو او تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
دې ادارې له افغان کډوالو دا غوښتنه هم کړې، چې د ګرځېدو پر مهال دې له ځان سره قانوني اسناد هم ولري.










