خوست (پژواک ٢٣ غويى ٩٢): د خوست ښار په قلموال ښارګوټي کې هغو کډوالو ته د نومرو وېش پيل شو، چې سرپناه نه لري.
د خوست د کډوالو رييس سوات ګل خوستي د غويي په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې د صحرا باغ په سيمه کې به ټولو بې کوره کډوالو ته ځمکې ورکړي .
د ده په خبره، په دغه ښارګوټي کې په ١٣٨٥ کال د ځمکو وېش پيل شوى و، خو وروسته د څه ستونزو له امله په دې پروسه کې ځنډ راغى.
د کډوالو د رييس په وينا، د قلموال ښارګوټي د ځمکو وېش يې له سره پيل کړى او هر کډوال ته به په کې د کور لپاره يوه نومره ځمکه ورکړي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، چې په دغه ښارګوټي کې به ١٧٠٠ کورنيو ته ځمکې ووېشي.
د والي په وينا، چې تر دې مخکې يې په دغه ښارګوټي کې ٩٠٠ کورنيو ته نومرې وېشلې وې.
والي وويل، د دغو ځکمو په وېشلو سره به د خوست ډېرى بې کوره خلک سرپناه پيدا کړي.
سيدګل، چې په دغه ښارګوټي کې يې ځمکه ترلاسه کړې وايي، چې اوس يې ارمان پوره شو.
دى زياته کړه، د بې کورۍ ستونزې ځورولى اوس خوشاله دى، چې ځمکه يې ترلاسه کړه، اوس به د خپل کور خاوند شي.










