منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۰ غ.و
۹°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

“د پکتيکا د کرنې انسټيټيوټ لپاره دې نوې ودانۍ جوړه شي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

ښرنه (پژواک ٧ غبرګولى ٩٢): د پکتيکا د کرنې انسټيټيوټ زده کوونکي د دغه انسټيټيوټ لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو غوښتنه کوي.

د پکتيکا د پوهنې رياست د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر انجنير شېرمحمد اندړ وايي، چې د کرنې انسټيټيوټ زده کوونکي د دارالعلوم په ودانۍ کې زده کړې کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل،د کرنې انـسټيټيوټ ٢٠٠ زده کوونکي لري،چې اوسمهال په ډېر تنګ او نا مناسب ځاى کې زده کړې پر مخ بيايي.

د ده په خبره، د دارالعلوم په ودانۍ کې د پکتيکا پوهنتون او دارالمعلمين زده کوونکي هم په زده کړو بوخت دي، چې ټولو زده کوونکو او محصلينو ته  يې تدريسي ستونزې پيدا کړې دي.

هغه زياتوي، چې  انسټيټيوټ بايد د کمپيوټر ټولګى هم ولري، خو د ځاى د نشتوالي له امله يې دغه ټولګى نه دى پرانيستى.

د شېرمحمد اندړ په وينا، چې د کرنې انسټيټيوټ ته د ودانۍ د جوړېدو پلان شته، خو په دې نه پوهېږي، چې ولې يې د جوړېدو او د کار پيل ځنډېدلى دى.

د دغه انسټيټيوټ يو زده کوونکى فضل الدين وايي، چې د ځاى تنګوالي د تدريس چارې ګډوډې کړې دي.

دى وايي، د کمپيوټر ټولګى نشته  او له تېرو دوو مياشتو يې د کمپيوټر د برخې يو درس هم نه دى لوستى.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو امريت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د پکتيکا په مرکز ښرنه سربېره، اورګون او يحيى خېلو ولسواليو کې هم د کرنې مسلکي لېسې لري.