دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کابل ( پژواک ۱۷ چنګاښ ۹۲) : د افغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې د روژې میاشت نه ده لیدل شوې ځکه نو سبا د شعبان ۳۰مه او دچهارشنبې ورځ به د رمضان المبارک میاشتې لومړۍ ورځ وي.
تر دې مخکې د سعودي عربستان سترې محکمې هم اعلان کړی و، چې میاشت نه ده لیدل شوې او روژه به د چهارشنبې په ورځ وي.
بلخوا په ګڼ شمیر عربي هیوادونو کې هم چهارشنپه روژه اعلان شوې، خو په روسیه کې سه شنبه د رمضان لومړۍ ورځ اعلان شوې ده.









