کندهار ( پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٢) : د کندهار ولايت د سپورټ او بدني روزنې اړوند د بايسکل ځغاستې يو ورزشکار هوډ لري، چې د سولې له پيغام سره يو ځاى پر خپل بايسکل سعودي عربستان ته لاړ شي.
دغه ورزشکار امير محمد نومېږي او په کندهار کې د بايسکل ځغاستې د کلب مشر دى.
٥٤ کلن امير محمد له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، دا چې هر افغان د سولې او امن ارمانجن دى، په همدې اساس غواړي له کندهار څخه تر سعودي عربستان پورې ټوله لاره پر خپل بايسکل ووهي او دغه هېواد ته د سولې پيغام ورسوي.
هغه زياته کړه، دا چې بيت الله شريف (کعبه) په سعودي عربستان کې ده، ګوندې خداى (ج) يې په هېواد کې د سولې په برخه کې کړاو او دعاګانې قبولې کړي.
نوموړى وايي، له تېرو ٣٥ کلونو را هيسې د بايسکل ځغاستې ورزش کوي او او سمهال د کندهار په کچه د دغه ورزشي کلب مشر هم دى.
د هغه په وينا، تر دې وړاندې يې له کندهار څخه هرات ولايت ته دوه ځله پر خپل بايسکل سفر کړى او دغه لاره يې په ٦٥ ساعته کې وهلې ده.
د ده په خبره، سعودي عربستان ته يې د سفر موخه يواځې او يواځې د خپلو ځورېدلو هېوادوالو د سولې پيغام رسول دي.
دغه وزشکار وايي، په دغه کار کې ورسره هيڅ يوې دولتي او غير دولتي ادارې مرسته نه ده کړې، بلکې ټول لګښت يې پر خپله غاړه دى، خو هغه له ملي سوداګرو څخه هم د مرستې هيله څرګنده کړه.
نوموړي وويل، له کندهار څخه تر سعودي عربستان پورې ټوله لاره شاو خوا ٦٨٥٠ کيلومتره اوږدوالى لري، چې پر بايسکل به د هغه سفر ټولټال ٥٠ ورځې په بر کې ونيسي.
خو هغه دا هم وويل، چې په ځينو بندرونو کې به له کښتۍ څخه هم کار اخلي.
د کندهار ولايت د سپورټ او ورزش ادارې مرستيال مدير اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امير محمد ته يې د دغه سفر ټول امکانات او اسانيتاوې برابرې کړې دي.
هغه زياته کړه، ټاکل شوې ده امير محمد به د روژې د مياشتې پر ١٥مه، نېټه له کندهار ولايت څه د سعودي عربستان پر لور پر خپل بايسکل سفر پيل کړي.
د نوموړي په وينا، دغه سفر له کندهار او هرات ولايتونو څخه وروسته د ايران له خاورې تر سره کېږي، خو دا چې اوسمهال د سوريې هېواد امنيتي حالات ښه نه دي، دغه ورزشکار به د عر اق له لارې سعودي عربستان ته ځان ورسوي.
مدير اغا وايي، دا لومړى ځل دى، چې د بايسکل ځغاستې يو ورزشکار دا ډول له ستونزو ډک سفر ته زړه ښه کوي، چې ټول پر بايسکل تر سره کېږي او شاو خوا پنځوس ورځې په بر کې نيسي.










