کابل(پژواک، ١٢ زمرى ٩٢): د کډوالو چارو وزارت او د سيمه يېزو ارګانونو خپلواکه اداره دکډوالو د ځاى پرځاى کولو او هغوى ته د ځمکې د برابرولو په برخه کې مرسته کوي.
يادې مرستې،دهغه هوکړه ليک پر بنسټ، چې نن په کابل کې دکډوالو چارو دوزير جماهير انوري او دسيمه يېزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي ترمنځ لاسليک شو، کيږي.
دکډوالو چارو وزارت وايي، چې تېر کال ٩٠ زره تنه او د روان کال له پېل څخه تر دې دمه له ٣٠ زره تنو څخه زيات له ايران او پاکستان څخه هېواد ته را ستانه شوي ، چې ځاى او نورو اسانتياوو ته اړتيا لري.
دکډوالو چارو وزير وويل، چې ددې هوکړه ليک پر بنسټ به د سيمه يېز ارګانونو خپلواکه اداره له ياد وزارت سره دهېواد په ٣٤ ولايتونو کې کډوالو سره دځمکې په چمتو کولو او د نورو اسانتياوو په برابرولو کې مرسته کوي.
هغه زياته کړه:(( دبېځايه شويو ټولې ستونزې به حل کيږي او هڅه کو هغه بېځايه شوي ، چې له ګاونډيو هېوادنو څخه راستنيږي، دځمکې دوېش تر څنګ د سرپناه د جوړولو په برخه کې هم ورسره مرسته وشي.))
دمهاجرينو وزير په وينا، چې که دراستنېدونکو اصلي ځايونه نا امنه وي؛ د ياد هوکړه ليک پر بنسټ هغوى به په نورو ځايونو کې تر لېږد وروسته ځاى پرځاى شي.
د سيمه يېزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي ياد هوکړه ليک په ولاياتو کې دکډوالو چارو په برخه کې يو مثبت ګام وباله او ويې ويل چې په دې برخه کې به لازمه همغږي رامنځته کړي.
فراهي زياته کړه: (( موږ واليانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کوو، ترڅو بېرته راستنېدونکو کډوالو ته دځمکې اونورو اسانتياوو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.))
دا په داسې حال کې ده، چې دکډوالو چارو وزير په پاکستان او ايران کې له پنځه ميليونو څخه زياتوکډوالو د استوګنې خبر ورکړ، چې ددوى له ډلې ٢.٧ ميليونه يې قانوني اسناد لري ،چې ١.٧ ميليون په پاکستان او يو ميليون يې په ايران کې ژوند کوي.
دياد وزارت په وينا، ٢.٤ ميليونه نور افغانان شته، چې قانوني اسناد نلري او دهغوى له ډلې يو ميليون په پاکستان او ١.٤ ميليونه په ايران کې ژوند کوي.










