کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٢): د بهرنيو چارو وزارت وايي، ناشونې ده، چې په ډېره لنډه موده کې په ګاونډيو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شي.
دا څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، نن په کابل کې په يوې خبري ناسته کې وکړې.
د راپورونو له مخې، ايران پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت غير قانوني افغان کډوال دې د روانې (وږي) مياشتې تر ١٥مې نېټې پورې له دې هېواده ووځي؛ که نه نو وبه ونيول شي او په ايران کې د هرې ورځې په تېرېدو به ٣٠زره تومان (شاوخوا ٥٠٠ افغانۍ) جريمه شي.
موسى زي وويل، د افغان کډوالو په اړه له ايراني چارواکو سره په اړيکه کې دي او هيله لري، ترڅو له هغوى سره په نږدې ورځو کې يوې داسې هوکړې ته ورسېږي، چې له مخې يې په ايران کې د هغو کډوالو، چې ويزې يې د روانې مياشتې په اوږدو کې پاى ته رسېږي او مهلت ورکړل شوى، وغځول شي.
خو نوموړي د هغو افغانانو په اړه، چې په ايران کې مېشت دي او قانوني اسناد نه لري، څه ونه ويل.
د هغه په وينا: “افغانان له دېرشو کلونو راهيسې په ايران او پاکستان کې ژوند کوي، هغوى هلته اړيکې پيدا کړي، سوداګري لري، اولادونه يې زده کړې کوي، د زياتو ملکيتونو خاوندان شوي او دا نه شي کېدى، چې په يوه يا دوه ورځو يا په لنډه موده کې له خپلو ملکيتونو او جايدادونو سره خپلې ټولې اړيکې پرې کړي، خپل ټول شته له لاسه ورکړي او افغانستان ته راوګرځي.”
ده زياته کړه، د افغانستان او د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ له لوري په پاکستان او ايران کې د افغان کډوالو له پاره د (حل لارې) يوه ستراتيژي جوړه شوې، چې د دې ستراتيژۍ له مخې به افغان کډوال په داوطلبانه، تدريجي او ښه توګه خپل هېواد ته راستانه شي.
نوموړي هغه ګونګوسې هم رد کړې، چې ګواکې له ايران څخه د افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي تړون د لاسليک کېدو سره تړاو ولري.
د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي: “په ګاونډيو هېوادونو کې له افغان کډوالو څخه د سياسي فشار د يوې وسيلې په توګه موضوع واقعيت نه لري او نه تراوسه داسې څه پېښ شوي دي.”
د هغه په وينا، په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو د شتون مسئله بايد په سياسي موضوع بدله نه شي؛ دا يوه بشري موضوع ده او د بشري موضوع په څېر ورسره چلند وشي.









