منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۷ غ.م
۱۱°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

نړيوال بانک له کرنې وزارت سره ٧٤ ميليونه ډالر مرسته کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

کابل (پژواک ٦ وږى ٩٢): نړيوال بانک د کرنې له وزارت سره د فني او مديريتي وړتياوو د لوړوالي او د خدمتونو د ودې په موخه د خوړو د خونديتوب په برخه کې ٧٤،٤ ميليونه ډالره مرسته کوي.

د اوبو لګولو او کرنې وزير محمداصف رحيمي وايي، چې دغه وزارت به د نړيوال بانک له مرستې به درې عمده برخې، چې د بذري تخمونو توليد او ډېروالى، د غذايې توکو د کيفيت او کنټرول د قرنطين سيستم او د کرنيزو توليداتو د وېش سيستم دي، پياوړې کېږي.

هغه چې نن (د افغانستان د کرنيزو توليداتو لاملونه) په نوم د يوې پروژې د پرانيستې په ورکشاپ کې خبرې کولې، د دغه پروګرام موخه د فنې او مديريتي ظرفيتونو د لوړوالي او د خدمتونو د ودې لپاره د غذايي مصوونيت د خونديتوب په يادو برخو کې وباله.

رحيمي زياته کړه. چې دغه پروګرام د وزارت درې عمده بنسټونه د کرنيزو څېړنو انتسټيټيوټ، د بذري اصلاح شوو تخمونو تصدۍ او د نباتاتو د ساتنې رياست او قرنطين په کې شامل دي، تر ريفورم او ملاتړ لاندې به ونيول شي.

د کرنې وزير په وينا، د دغه پروګرام تر چتر لاندې به ١٤٦ ملکې کار کوونکو ته د دوکتورا، ماسټرۍ او د تخصصي زده کړو درى-څلور مياشتني پروګرامونو تر کچې پورې د زده کړې زمينه برابره شي او د دغو دريو برخو د کار کوونکو شمېر به له ٦٠ څخه ٢٢٦ ته لوړ شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير زياته کړه، چې د دې برنامې پر بنسټ د نورو برخو د تجهيز او پياوړتيا تر څنګ به په کابل او ولايتونو کې ١٠ څېړنيز مرکزونه په هر اړخيزه توګه سمبال شي.

هغه ټينګار وکړ، چې د دې برنامې په پلې کېدو به د مورني، بنسټيز او راجستر شوو تخمونو د توليد په بېلابېلو برخو کې پر ملي او نړيوالو موسسو اتکاء کمه شي.

رحيمي زياته کړه، چې دغه پروګرام به پنځه کلونه وخت ونيسي او د کرنې وزارت له خوا د ازادې سيالې له لارې د غوره شوې ډلې تر مديريت لاندې به پلى شي او د کرنې، ماليې او نړيوال بانک د استازو د کمېټې له خوا به يې نظارت کېږي.

هغه د کرنې په برخه کې دغه پروګرام يو مهم پروګرام وباله، زياته يې کړه چې په تېرو لسو کلونو کې افغانستان د بذري تخمونو د توليد په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي او د دغو تخمونو د توليد وړتيا تر ٣٠ زرو او ٣٥ زرو ټنو پورې رسېږي.

د بذري تخمونو ١٠٠خصوصي شرکتونه هم د کرنې له وزارت سره ثبت دي او په ٢٨ولايتونو کې فعاليت کوي.

خو د کرنې وزير زياته کړه، چې د دغه صنعت له لاسته راوړنو د ټاکلې بيې، تخنيکې وړتياوو، د بذري تخمونو د څرنګوالي او د بازاريابۍ په برخو کې اوس هم مشکلات لري.

هغه وويل، هڅه به وشي چې د دغو پروګرامونو له لارې پر توليداتو باندې راغلې بيې ټيټې شي،  تر څو بزګران وکولى شي  بذري اصلاح شوي تخمونه په ټيټه بيه ترلاسه کړي، د دغه پروګرام په پلي کېدو سره به د بذرې تخمونو کيفيت پورته شي او هغه ټولې ستونزې چې په دې لاره کې شته هم هوارې شي.