ژبه

د کندوز  د ټاکنو کمېسيون سيمه ييز مشر ووژل شو

کندوز( پژواک، ٢٧ وږى ٩٢): د کندوز ولايت د ټاکنو  خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر نن سهار په  يوه وسله وال بريد کې ووژل شو.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ دامنيت امرسمونوال عبادالله تلوار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې انجنير امان الله امان نن سهار شپږ نيمې بجې د کندوز ښار درېيمې ناحيې اړوند ازادۍ واټ کې د دوو وسله والو موټر سايکل سورو له خوا ووژل شو.

د کندوز د عامې روغتيا رييس ډاکټر سعد مختار وويل، چې په کندوز کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر  رييس له ټپي کېدو دوه ساعته وروسته د ژورو ټپونو له امله د کندوز د بې پولې ډاکټرانو په روغتون کې ساه ورکړه.

 هغه زياته کړه، چې د ياد رييس پر ګېډه، ورانه او لاس پر مرميو لګېدلى و او په روغتون کې يې د عملياتېدو پر مهال ساه ورکړه.

 دکندوز دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر وايي، چې انجنير امان درې ساتونکي هم لرل؛ خو هغه له خپل ځان سره ساتونکي نه و  بيولي او دخپلو هټيو دکرايې د را ټولولو لپاره ښار ته تللي و، چې تر بريد لاندې راغى. 

هغه زياته کړه، چې دبريد کوونکو هويت نه دى څرګند ، خو پوليسو څلور شکمن کسان نيولي  او له هغوى څخه پوښتنې پيل شوې دي، ترڅو داصلي عاملينو دنيولو لپاره لاره هواره شي.

د ټاکنو کمېسيون وياند نومحمد نور، پژواک اژانس ته وويل، چې انجنير امان د ټاکنو بهير له پيله له دې کمېسيون سره کار کاوه او په دې برخه کې د بشپړې تجربې خاوند و.

هغه د امان له کورنۍ سره د خواږۍ د څرګندولو ترڅنګ وويل، چې نوموړى له هغو کارکوونکو څخه و چې د ديموکراسۍ او ټاکنو بهير په ډګر کې يې په ځانګړې توګه کندوز ولايت کې ډېر کار او فعاليت کړى دى.

تراوسه ددغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.