کابل (پژواک ٢٠ تله ٩٢): د کار او ټولنيزو چارو وزارت د سې شنبې ورځ د لوى اختر لومړى ورځ او په مناسبت يې د اختر رخصتۍ هم اعلان کړې ده.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوشنې ورځ (د تلې ٢٢مه) عرفه او د سې شنبې ورځ د اختر لومړۍ ورځ ده.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د ٤١مې مادې د حکم له مخې، د تلې له ٢٢مې څخه د تلې تر ٢٥ مې د عرفې او د لوى اختر په مناسبت څلور ورځنۍ عمومي رخصتي ده.
مسلمانان په يوه کال کې دوه اخترونه (کوچنى او لوى اخترونه) لمانځي، چې په لوى اختر کې مسلمانان ښه خوراکونه او ښې جامې تياروي او د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته قرباني (د ابراهيم خليل الله سنت) پر ځاى کوي او خوشالۍ کوي.










