منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۸ غ.م
۱۱°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د بغلان مېوه پاکستان او تاجکستان ته هم صادر شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

پلخمري (پژواک ٢٤ تله ٩٢): په بغلان ولايت کې سږ کال د مېوې حاصلات ٢٥ زره ټنو ته رسېدلي، چې له هېواد څخه پرته، تاجکستان او پاکستان هېوادونو ته هم صادر شوې ده.

د بغلان د کرهنې رياست چارواکي وايي، سږ کال له دې پرته چې په بغلان کې د مېوو لسګونه باغونه د واورې ورېدو له امله زيانمن شوي، خو حاصلات يې ښه و او د تېر کال په پرتله پنځلس سلنه لوړوالى ښيي.

د بغلان د کرنې رياست د پلان مدير محمداصف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په روان کال کې بزګرانو له خپلو باغونو ٦٥٠٠ ټنه انګور، ١٤٥٠ ټنه زردالو، ١٣٤٠ ټنه شفتالو، ٦٥٠٠ ټنه فارموسا الو او ٨٩٠٠ ټنه الوبالو ترلاسه کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې نور پاتې حاصلات، ٦٥٠ ټنه توت، ٢٠٠ ټنه ناک، ١٩٠ ټنه انار، ٦٨ ټنه بادام، ٢٤ ټنه مڼې، څلور ټنه انځر او په همدې کچه بهيي او ٢٠ ټنه چارمغز تشکيلوي.

د ياد ولايت د کرنې رياست د پلان مدير وويل، چې دغه مېوه په بغلان کې له مصرف پرته د هېواد نورو ولايتونو او بهر ته هم صادر شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د کرنې رياست د کورنيو او بهرنيو موسسو په مرسته تېر کال د دغه ولايت په کچه د بزګرانو لپاره د مېوې ٣٧٠٠ باغونه جوړ کړي او ټاکل شوې، چې سږ کال ٥٠٠ نور باغونه هم جوړ کړي.

د کرنې رياست دغه چارواکى وايي: “د هوا ښه کېدو او دغو باغونو ته په کتو سره، داسې وړاندوينه کېږي، چې دغه حاصلات به په راتلونکو کلونو کې د دې دوه برابره ته لوړ شي.”   

بزګرانو هم د خپلو باغونو حاصلات د قناعت وړ بللي او د سړو خونو په ګډون د لا زياتو مرستو غوښتونکي دي.

د ده صلاح ولسوالۍ يوه بزګر محمد کريم وايي، چې په ٨ باغونو کې له ٤ سوه څخه تر ٦ سوه د مڼې، ناک او شفتالو ونې لري، سږ کال يې ترې له ٤٠٠ ټنه څخه زياته مېوه ترلاسه کړې ده او په ښه بيه يې پلورلې ده.

هغه د تېر کال حاصلات له ٣ سوه ټنه څخه کم وبلل او زياته يې کړه: “زه د کرنې رياست له مرستې خوشاله يم، ځکه سږ کال يې له موږ سره د باغونو په ساتلو کې مرسته وکړه او موږ ته يې دوا شيندنه په ښه توګه راوښوده.”

د جلګې ولسوالۍ يوه باغ لرونکي عصمت الله سږ کال د خپلو انګورو او ناکو حاصلات ٢٣٥ ټنه او د تېر کال يې حاصلات يې ٨٠ ټنه وښودل او زياته يې کړه، چې په ولسوالۍ کې سږ کال ټولو باغ لرونکو ښه حاصلات ترلاسه کړي دي.

خو هغه څرګنده کړه، چې که دولت د باغدارۍ پراختيا غواړي او د باغ لرونکو مېوه په ښه بيه وپلورل شي نو باغ لرونکو ته دې په هره ولسوالۍ کې سړې خونې ورغوي، چې د هغوى مېوه وساتل شي او په هر فصل کې د پلور وړتيا ولري.

دغه ستونزه په داسې حال کې څرګنديږي، چې په بغلان ولايت کې د بهرنيو موسسو په مرسته پنځه سړې خونې جوړې شوې او د برېښنا د نه شتون له امله غيرفعاله دي.

بغلان ولايت د کرنې له اړخه هم ډېر مخکښ دى او د دغه ولايت عمده محصولات وريجې او غنم جوړوي.

د بغلان وريجې له ځانګړي خوند څخه برخمنې دي او د هېواد په کچه ډېر ښه نوم لري.