منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۵ غ.م
۱۱°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

په کندهار کې د فوډ زون پروګرام پيل شو

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

 کندهار ښار (پژواک،٨ لړم ٩٢): په کندهار ولايت کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په موخه د فوډ زون پروګرام پيل شو.

 په دې اړه په کندهار هوايي ډګر کې يو لړ مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د کندهار والي پوهنوال توريالي ويسا، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيال پوهنيار هارون شېرزاد او د امريکا سفارت د پرمختيايي پروژو همغږي کوونکي ډاکټر اس کين يماشيتا او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړى وو.

 د کندهار والي توريالي ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کندهار کې د فوډ زون پروګرام د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې په ٢٠ ميليونه ډالره لګښت په دوو کلونو کې پلى کېږي.

 هغه زياته کړه، د دغه پروګرام د پلي کېدو بنسټيزه موخه د کوکنارو د کښت مخنيوى او حلال کښت ته د کروندګرو هڅونه ده.

 نوموړي وويل: ((د فوډ زون پروګرام به څلور بنسټيزې برخې ولري، چې د کوکنارو د کښت مخنيوى او حلال کښت ته د کروندګرو هڅونه، په مخدره توکو د روږدتيا يا اعتياد مخنيوى، د مخدره توکو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او د قانون تنفيذ په کې شامل دي.))

 دى وايي، په پيل کې به د فوډ زون پروګرام له کندهار ښار، ډنډ، دامان، ارغنداب څخه پيل شي، خو ډېر تمرکز به يې په ژېړۍ، پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ ولسواليو کې وي، ځکه په دغو ولسواليو کې د نورو په پرتله د کوکنارو د کښت کچه لوړه ده.

 خو هغه دا هم وويل، په تدريجي توګه به دغه پروګرام د کندهار نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.

 والي د فوډ زون د پروګرام د پلي کېدو په اړه وويل، چې د دغې پروژې ١٠ ميليونه ډالر به په لومړي کال کې د IRD په نوم موسسې او پاتې ١٠ ميليونه ډالر به د ماليې وزارت له خوا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري ولګول شي.

 د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې وه، چې په کندهار ولايت کې د فوډ زون پروګرام څو مياشتې مخکې پيل شي، خو وځنډېد.

 ويسا د فوډ زون پروګرام د ځنډ په اړه وويل، چې ځينې ستونزې او تشويشونه وو، چې هغوى يې د حل لپاره کار کاوه؛ د هغوى لپاره تر ټولو مهمه مسئله دا وه، چې حلال کښت ته د کروندګرو د هڅولو تر څنګ بايد هغوى ته د روا محصولاتو د مارکېټ او بازار تضمين ورکړل شي.

  د امريکا سفارت د پرمختيايي پروژو همغږي کوونکي ډاکټر اس کين يماشيتا وويل، چې کندهار د افغانستان په ثبات کې مهم ځاى لري، دغه راز د اوسېدونکو تر ټولو لويه اقتصادي سرچينه کرنه ده او هغوى خوشحاله دي، چې د دغه سکتور د ودې لپاره مرسته کوي.

 هغه زياته کړه، د نشه يي توکو کښت او قاچاق کورنۍ، ټولنې او په ټول کې بشپړ هېواد ته زيان رسوي او د هغوى هڅه دا ده، چې د فوډ زون پروګرام له لارې کروندګر حلال کښت ته وهڅوي.

 د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيال پوهنيار هارون شېرزاد وويل، چې د کوکنارو د کښت او قاچاق مخنيوى يواځې د زور له لارې ممکن نه دى؛ په کار ده، چې په دې برخه کې له کروندګرو سره د بديل معيشت په برخه کې مرسته وشي او په هغوى کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.

 د هغه په وينا، د فوډ زون د پروګرام يوه برخه د قانون تنفيذ دى او هغه کسان چې بيا هم نشه يي توکي کري او يا يې قاچاق کوي، نو پر وړاندې به يې عدلي اوقضايي کړنې تر سره کېږي.

 نوموړي وويل، چې د فوډ زون د پروګرام ترڅنګ به هڅه وکړي، چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د اعتياد مخه ونيسي او د هغوى درملنه وشي.

 د کندهار ولايت اوسېدونکي خوشحاله دي، چې په لومړي ځل د کوکنارو د کښت د مخنيوي په برخه کې په دومره لويه کچه پيسې لګېږي، خو هغوى تشويش هم لري او وايي، هسې نه چې دا پيسې بې ځايه ولګول شي او مثبتې پايلې ورڅخه ترلاسه نه شي.

 د ژېړۍ ولسوالۍ يوه کروندګر حاجي عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که د فوډ زون پروګرام په سمه توګه عملي شي، نو د کروندګرو په ګټه دى او دا لومړى ځل دى، چې له کروندګرو سره د مرستې په موخه دومره زياتې پيسې لګېږي.

 خو هغه اندېښنه وښودله، چې کېداى شي د نورو پروژو په څېر د دغې پروژې ډېرې پيسې د کارکوونکو پر لوړو معاشونو ولګول شي او د کوکنارو د مخنيوي په برخه کې ورباندې بنسټيز کار ونه شي.

 دى وايي، د خلکو اصلي ستونزه دا ده، چې د حلال کښت لپاره وړ بازار او مارکېټ نه شي موندلاى، ځکه کوم خلک چې کوکنار کري، هغوى يې د خرڅلاو لپاره د مارکېټ ستونزه نه لري، ځکه خريدار يې د هغه د کور په مخه کې په ښه پيسو رانيسي.

 نوموړي له ولايتي ادارې وغوښتل، چې مرسته شوې پيسې په سمه توګه ولګوي او کروندګرو ته د روا کښت ترڅنګ د هغوى محصولاتو ته مارکېټ هم پيدا کړي.