منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان ته شاوخوا ١٦ سوه افغان کارپوهان راستانه شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

 کابل (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٢): په کابل کې د کډوالو نړيوالې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې، په هېواد کې کار کولو ته د تحصيل کړو ځوانانو د هڅونې د ټينګار تر څنګ اعلان وشو، چې د افغان متخصصينو د راګرځېدو پروګرام له پيل کېدو وروسته، ١٦ سوه کارپوهان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

 د کډوالو نړيواله ورځ ( د ډسمبر ١٨ مه) له هغه وروسته د نړيوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي، چې مصوبه يې په ٢٠٠٠ زېږديز کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې تصويب شوه. 

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د کډوالو نړيوال سازمان ( IOM ) د “کډوالۍ، پراختيا او د افغانستان په راتلونکي باور” تر شعار لاندې دغه ورځ د کابل په پوهنتون کې ونمانځله.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير ډاکټر جماهير انوري په ياده غونډه کې وويل، چې د افغان متخصصينو د راستنېدو پروګرام يې په ٢٠٠١ زېږديز کال کې د توکيو کنفرانس له تر سره کېدو او له نړيوالې ټولنې څخه د افغان ظرفيتونو په لوړاوي کې د افغانستان له غوښتنې وروسته پيل کړى دى.

 هغه وويل، تر دې مهاله ١٦٦٣ تنه افغان کارپوهان، چې ٢٢٠ يې ښځې دي خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

 د هغه په وينا، دغه کسان د کډوالو نړيوال سازمان له لوري، د نړۍ له ٣١ هېوادونو څخه راستانه شوي او ياد کسان د هېواد د ٢٨ ولايتونو په ١٣٢ ادارو(وزارتونه او دولتي بنسټونو، غيردولتي موسسو او د خصوصي سکتور په ګډون ملي او نړيوالو سازمانونو) کې په دنده ګومارل شوي دي.

 نوموړي د ياد پروګرام موخه په بهر هېوادونو کې مېشتو افغان کدرونو ته د افغانستان په پرمختګ کې زياته ونډه ورکول وبلل او زياته يې کړه: ” د کډوالو نړيواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې تر دې دمه له ٥،٥ ميليون څخه زيات افغان کډوال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي.”

 د کډوالو د نړيوال سازمان عمومي مشر او د افغانستان لپاره د کډوالو نړيوال سازمان د سرمنشي ځانګړي  استازي ريچارډ ډانزيګر هم په دغه ناسته کې شتون درلود او ويې ويل: ” کله چې کډوالۍ د پراختيايي موخو د شعارونو په سر کې ځاى لري، نو له افغانستان څخه بل کوم ځاى ډېر مهم نه وي.”

 د هغه په وينا، ډېره مهمه ده، چې حکومت، خصوصي سکتور او مدني ټولنه اوږه په اوږه داسې يو چاپېريال رامنځ ته کړي، چې په هغه کې افغان ځوانان د خپل هېواد راتلونکي لپاره کار وکړي.

 د افغانستان د سودارګرۍ د عامل خونې او صنايعو مشر محمد قربان حقجو وويل، په افغانستان کې ډېر سوداګريز او تحصيلي فرصتونه شته دي.

 هغه زياته کړه، دولت او خصوصي سکتور بايد له يو بل سره کار وکړي، تر څو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره يو ازاده او مساعده چاپېريال ته لاره پيدا کړي.

 د کډوالو د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټوله نړۍ کې ٢١٤ ميليون  کډوال شتون لري.