ژبه

د واورې کم اورښت بزګران اندېښمن کړي

کابل (پژواک ٣ مرغومى ٩٢): د کرنې وزارت او د هوا پېژندنې اداره وايي، سږ کال د تېر کال په پرتله کمه واوره شوې او بزګران يې اندېښمن کړي، خو د ژمي په اوږدو کې د واورې اورښت به دغه اندېښنې له منځه يوسي.

د هوا پېژندنې ادارې مشر محمد اسحق نوري وايي، دوه مياشتې وړاندې خلکو ته يې په دې اړه، چې سږ کال به د تودوخې درجې په لوړېدو سره د واورې په پرتله د بارانونو کچه ډېره وي، خو د اقليمي بدلونونو له امله به سږ کال د تېر کال په پرتله کم اورښتونه وشي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېرو دوو مياشتو کې د تودوخې درجه لوړه وه، خو په وروستيو درېيو ورځو کې د تودوخې درجه راټيټه شوې، خو اوسمهال هم د تېر کال د مرغومي مياشتې په پرتله، د تودوخې درجه ٨ درجې ګرمه ده، په داسې حال کې چې تېره شپه منفي ٧ درجې وه.

د هوا پېژندنې رييس زياته کړه، چې له همدې امله د ټول هېواد سيمې د تېر کال په پرتله ګرمې وې او ورښتونه هم تر هغه بريده، چې انتظار کېده، نه دي شوي.

نوري هيله څرګنده کړه، چې هېواد به د ژمي په راتلونکو درېيو مياشتو کې له واورو ډک وي او اورښت به د راتلونکي کال تر غويي مياشتې پورې دوام وکړي.

نوموړي وويل: “موږ په راتلونکو مياشتو کې د واورو او بارانونو د ورېدو هيله لرو، انشاءالله، چې واوره به واوري…”

افغانستان يو کرنيز هېواد، چې د ډېرى خلکو ژوند پر کرنې او مالدارۍ ولاړ دى او د واورې اورښت د پسرلي او اوړي د اوبو لګولو لپاره مهمه سرچينه جوړوي.

د کرنې وزارت وياند مجيد قرار هم وويل، چې که په راتلونکو درېيو اونيو کې واوره ونه اوري نو د للميو پر کرنې به ډېر ناوړه اغېز پرېباسي او د بزګرانو د راتلونکي کال حاصلات به زيان وويني.

هغه زياته کړه، که اورښتونه ونه شي نو د اوبو بندونه به هم وچ او بزرګران به د اوبو له کمښت سره مخ شي.

د قرار د معلوماتو له مخې، د هېواد اتيا سلنه خلک بزګر دي او د هېواد په کچه ټوله ٧،٩ ميليون هکټاره ځمکه کرل کېږي، خو د اقليمي بدلونونو له نظره سره توپير کوي، يعنې څلور ميليون هکټاره ځمکه همېشه تر کرنې لاندې وي.

 

ورته موضوع