ژبه

اسعد اباد ( پژواک ١١ مرغومى ٩٢ ) : د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د علني محکمې په ترڅ کې  يو تن  د خپلې ښځې د وژنې په تور په شل کاله بند محکوم شو .

دغه علني محکمه د مرغومي په ١١مه، په نورګل ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، چې پکې ددواړو لوريو د کورنيو غړيو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.

 لومړی  موظف څارنوال  احمد ضياء  ضياء  صورت دعوه ولوستله ، چې په کومه کې په تورن تن مير محمد د خپلې  ښځې   ظلمه او د محصل خان دقتل ټول اسناد او شواهد موجود وو.

هغه له قضايي پلاوي وغوښتل ،چې بايد ميرمحمد ته دجزا د قانون د ۳۹۶ مادې او د ښځو پر وړاندې  د تاو تريخوالي د منع قانون د۲۲مې  مادې په اساس سخته سزا ورکړای شي .

له اوسپنو په جوړه شوې پنجره کي ولاړ شاوخوا پنځوس کلن  مير محمد، چې لاسونه يې تړل شوي وو، محکمې ته وويل ، چې خپله ښځه او د محصل په نامه تن يې ځکه ووژل ، چې دوى سره نامشروع اړيکې لرلې.

هغه زياته کړه :  ((محصل خان زما زوم و،لور مې  ورکړې وه  له ناموس څخه پرته بله مسئله  نشته .))

مير محمد وويل ، چې په خپلو سترګو يې ښځه ليدلې چې له زوم  (محصل خان )سره يې نامشروع اړيکې لرلې او له قضايي پلاوي يې وغوښتل ،چې خوشې يې کړي.

د قضايي پلاوي مشراو دنورګل ولسوالۍ دلومړنۍ محکمې رييس قاضي صابر سهاک  د موظف څارنوال د اسنادو او شواهدو په کتو او د تورن ميرمحمد د اقرار اورېدو  وروسته  خپله پرېکړه اعلان کړه.

په دې پرېکړه کې راغلي ، چې مير محمد د لعل محمدزوى د جزا قانون د۳۹۶ مې مادې او دښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون د۲۲ مادې دحکم پر اساس  د خپلې مېرمنې بي بي ظلمه او د محصل خان  دقتل په تور په شل کاله تنفيذي بند محکوم شوى.

قاضي وويل ، چې دا پرېکړه يې نهايي نه ده او دوى کولى شي چې استيناف طلبي وکړي.

  دتورن مدافع وکيل محب الله فاروقي قضايي پلاوي ته وويل ، چې موکل يې له ډېرې مجبورۍ قتل کړی او خپله دمقتول زامنو په دوسيه کې اقرار کړی ، چي  پلار يې  (ميرمحمد) کوم کار ترسره کړی دوى معاف کړی او هېڅ ډول کار ورسره نه لري .

مدافع وکيل له قضايي پلاوي وغوښتل، چې بايد ميرمحمد بري الزمه اعلان شي .

ورته موضوع