اسلام اباد (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): پاکستان غواړي چې په دغه هېواد کې نږدې يو نيم ميليون هغه افغان کډوال چې تر اوسه يې نوم ليکنه نه ده شوې، راجستر کړي.
د پاکستان د کډوالو او سرحدي چارو وزير متقاعد جنرال عبدالقادر بلوچ په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، دوى هڅې پيل کړې چې د راتلونکي کال تر وروستيو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو په موخه زمينه برابره کړي.
هغه زياته کړه، چې له تېرو دريو لسيزو راهيسې پاکستان د افغان کډوالو کوربه دى خو دا چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې له افغانستانه بهرني ځواکونه وځي، ځکه نو وېره شته، چې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه پيل شي او افغانان بيا پاکستان ته مخه کړي.
د نوموړي په وينا، هېواد يې افغان کډوالو ته د روغتيا او زده کړو ترڅنګ نورې اسانتياوې برابرې کړې، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ورسره کافي مرستې نه کوي.
بلوچ وايي، چې اوس مهال هم په پاکستان کې يو ميليون او ٤٠٠ زره ناراجستر شوي افغان کډوال مېشت دي او دوى به ډېر ژر د دغو کسانو د راجستر کولو پروسه پيل کړي.
نوموړي دا هم وويل، په پلان کې لري د راتلونکي کال تر وروستيو د ټولو کډوالو خپل هېواد ته د ستنولو په موخه زمينه برابره کړي.
د پاکستان د کډوالو وزير وويل، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ستنېدونکو کډوالو ته د کورنۍ پر سر ١٥٠ ډالره ورکوي، خو هغه د دغه رقم د زياتولو غوښتنه وکړه.










