منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی

“خداى دې کومه ښځه نه کونډوي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

کابل (پژواک ١٧ کب ٩٢): يوې کونډې، چې د مارچ په اتمې (د ښځو نړيواله ورځ) په يوه نانوايۍ کې پر کار لګيا وه، د خپل ژوند له سختيو ډېرې ګيلې وکړې او ويې ويل: “وايي د مارچ اتمه د ښځو ورځ ده…، دا ورځ زموږ لپاره څه فايده لري؟ زموږ ژوند هغه خوار ژوندى دى، چې و.”

مېرمن کيميا، نن (د مارچ اتمه يا د ښځو نړيواله ورځ) د کابل ښار د خيرخانې د پنجصد فاميليو په درېيمه برخه کې، پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل: “٥٥ کاله عمر لرم، له خپلې امسا سره د غره له سره، چې کور مو هلته دى، نانوايئ ته راځم او دلته د سهار له پنځو د شپې تر نهو بجو پورې کار کوم.”

هغې زياته کړه، چې مېړه يې څو کاله وړاندې مړ شوى او ډېرې مجبورۍ له تېرو ١٣ کلونو راپدېخوا دغه سخت کار ته اړ ايستلې ده.

هغې په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې وې او  د ملا او د پښو له درده يې ډېر شکايت کاوه، په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د لسو کسانو مسووليت پر غاړه لري او هره مياشت لس زره افغانۍ د کور کرايه هم ورکوي.

دغه مېرمن، د درېيو زامنو او ٦ لوڼو مور ده، خو د هغې په وينا، ټول اولادونه يې بې سواده او بې کاره دي.

هغې په ژړغوني اواز سره وويل:”په خپله ناروغه يم، زامن مې کار او غريبي نه لري، ټول ماشومان مې واړه دي، ډوډۍ يې زما په غاړه ده، مجبوره يم چې نانوايي وکړم، که څه هم لرګي هم قېمته دي او وس مې نه رسېږي، خو مجبوره يم… همدا تنور مو لاس او خوله دي.”

کله چې له هغې څخه د ښځې د ورځې په اړه وپوښتل شول، ويې ويل چې دغه ورځ د دې او د دې په څېر د نورو ښځو د درد دوا نه شي کېدى.

هغې د تنور سيخ د تنور په منځ کې پرېښود او لاسونه يې د دعا لپاره پورته کړل: “خداى پاک دې کومه ښځه نه بې مېړه کوي، څو د خپلو مېرمنو سرپرستي وکړي او د ډوډۍ مسووليت يې پر غاړې واوسي.”

هغې له لنډې موسکا وروسته وويل، چې مېړونه بايد خپلو مېرمنو ته ډالۍ واخلي او د ښځې د ورځې په اړه مبارکي ورکړي.

هغې هيله څرګنده کړه، چې د افغانستان راتلونکى ولسمشر داسې يو څوک وي، چې د ښځې مقام او بې وزلو ته ډېره پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې نن په داسې حال کې له نړيوالې ورځې نمانځنه کېږي، چې په دې وروستيو کې ځينې افغان مېرمنې له سخت تاوتريخوالي سره مخ شوې دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په دغه کميسيون کې له ٤١٠٠ څخه زياتې قضيې د ښځو پر وړاندې ثبت شوې دي؛ په داسې حال کې چې دا ډول قضيې د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ٣٣٠٠ قضيو ته رسېدلې.