منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۵ غ.م
۱۱°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

په کابل او ميدان وردګو کې د نيالګيو ايښودو لړۍ پيل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

ميدانښار (پژواک، ١٠ ورى ٩٣ ) : په ميدان وردګو او کابل  ولايتونو کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين له بېلا بېلو نندارتونو او اتڼونو سره پيل شو.

په دغو مراسمو کې ، چې د وري په ١٠مه، د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدانښار کې جوړ شوي وو، د ولايتي چارواکو ترڅنګ  قومي مشرانو، ځوانانو، مېرمنو، بزګرانو، لوبغاړو، هنرمندانو  او ګڼ شمېر نورو کسانو برخه اخيستې وه.

د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل ، دغه مراسم،چې  د ښاروالۍ په تخنيکي او مالي لګښت جوړ شوي وو، د مسوولينو له لوري د نيالګيو په ايښودلو سره پيل شول، چې پکې د بېلابېلو لوبو لوبغاړو، سندرغاړو، نظامي منسوبينو او يو شمېر نورو له خوا په زړه پورې نندارې، افغاني محلي موسيقي او اتڼوڼه ترسره شول

د ميدان وردګو مرستيال والي غزني ګل ځاځي وويل،چې د دغه ولايت له مرکز سربېره په ټولو ولسواليو کې هم د روانې مياشتې په شپو ورځو کې د نيالګيو ايښودلو لړۍ پيل شوې  ده.

هغه همدا راز ديادو مراسمو ټولو ګډونوالو او د ميدان وردګو پر ولسونو غږ وکړ، چې په ټولټاکنو کې ګډون هم وکړي او د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ټاکنو له لارې د واک د لېږد پروسه بريالۍ کړي .

د دغو مراسمو په ترڅ کې د ميدان ښار ښاروالۍ له لوري زرتنو بزګرانو سره د درې ميليونو افغانيو په مالي لګښت د بېلابېلو توکو مرسته هم ترسره شوه .

د يوبل خبر له مخې، په کابل ښار کې هم د نيالګيو ايښودلو لړۍ پيل شوه

 د کابل ښاروالۍ د مسوولينو په وينا، چې په دغه پروسه کې چې د خيرخانې مينې په ٣١٥سيمه کې پلې شوه شاوخوا درې زره نيالګي ايښودل شوي دي.