ترينکوټ (پژواک ١٠ غويى ٩٣): اروزګان ولايت ته سلګونه کسان د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره راغلي چې له امله يې د ترينکوت ښار بازار هم ګرم شوى دى.
د کوکنارو د فصل له رسېدو سره سم له ګاونډيو هېوادونو، ختيځو ولايتونو او د پاکستان له کوېتې ښاره سلګونه کسان د کار په لټه اروزګان ته راغلي او دلته يې د کوکنارو نېښ وهنه پيل کړې ده.
دغو کسانو چې شمېر يې سلګونو ته رسېږي، د ترينکوت ښار په هوټلونو کې خونې نيولې او خپلې شپې په کې تېروي.
د کوکنارو د نېښ وهلو موده له ١٥ ورځو نيولې بيا تر يوې مياشتې پورې وخت نيسي او د دغه ځاى کروندګر د کوکنارو نېښ وهلو وخت ته طلايي وخت وايي.
په دې ورځو کې د کروندګرو او نېښ وهونکو تر څنګ د ښار او ولسواليو موټر چلوونکي، دوکاندران، د هوټلو مالکان، قصابان او حتى د ښار پوليس او ترافيک هم ډېر بوخت وي.
د ښار يو اوسېدونکى سيدمحمد وايي، چې په دې ورځو کې د نورې ګڼې ګوڼې ترڅنګ په ښار کې د خوراکي توکو بيې او د موټرو کرايې هم لوړېـږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، موټر چلوونکي چې څه ډول يې زړه وغواړي، له خلکو کرايه اخلي.
د دغه ولايت يو کروندګر حاجي بازو وايي چې سلګونه کسان هلمند، کندهار او اروزګان ولايتونو ته د نېښ وهلو لپاره ورځي، دوى په يوه مياشت کې ډېرې پيسې ترلاسه کوي.
د هغه په وينا، د کوکنارو د نېښ وهلو پر مهال چې کروندګر، نېښ وهونکي او ان طالبان هم په کې بوخت وي، امنيت هم ښه وي او وسله وال طالبان له بريدونو ډډه کوي.
د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار په منار څلورلارې کې هر سهار سلګونه کسان په دې تمه ناست وي، چې کروندګر يې د نېښ وهلو لپاره له ځان سره بوځي.
د دغو کسانو په ډله کې تواب احمد دى، چی د پکتيکا د تروې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نېښ وهلو په موخه دلته راغلى دى.
هغه زياته کړه چې په خپله سيمه کې يې کار نه کېږي، نو ځکه د روزګار په تمه راغلى او هيله يې څرګنده کړه، چې يو څه پيسې ترلاسه کړي.
ده زياته کړه: ((په ترينکوټ ښار کې مې نن دريمه ورځ ده، خو تر اوسه راته کار نه دى پيدا شوى، خو ناهيلى نه يم، ځکه چې په ځينو سيمو کې لا د نېښ وهلو وخت نه دى رسېدلى.))
د تواب په وينا، له تېرو لسو کلونو راهيسې هر کال د نېښ وهلو په موخه اروزګان ولايت ته راځي او يو څه پيسې ترلاسه کوي.
عبدالکريم هغه تنکى ځوان دى چې له کندهاره د نېښ وهلو لپاره اروزګان ته راغلى دى.
هغه پژواک خبرى اژانس ته وويل، دوه زره پاکستانۍ کلدارې يې لګولې چې اروزګان ته رسېدلى او اوس په هوټل کې ژوند کوي.
ده زياته کړه: ((د کورنۍ سرپرستي را له غاړې ده، له مجبورۍ راغلى يم، که څه هم له ناامنيو وېره لرم.))
عبدالکريم چې تېر کال هم دغه ولايت ته راغلى و، وايي چې تر لګښتونو وروسته ورته تېر کال لس زره کلدارې پاتې شوې وې.
د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکى حبيب الله له لسګونو نورو کسانو سره د منار په څلورلارې کې ولاړ و.
هغه وايي چې له هلمنده يې تر اروزګان ولايت پورې څلورنيم زره کلدارې کرايه مصرف کړې ده او دا يې دريمه ورځ ده، چې کار يې نه دى پيدا کړى.
د نوموړي په وينا، که کار ورته پيدا نه شي، نو له سخت زيان سره به مخ شي.
يادو نېښ وهونکو له حکومته وغوښتل چې دوى ته په خپلو ولايتونو کې د کار زمينه برابره کړې، څو دوى نورو ولايتونو ته تګ ته اړ نه شي.
د عبدالرشيد په نوم د ترينکوټ ښار يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو ورځو کې يې دوکانداري ډېره ښه شوې ده.
هغه زياته کړه، پخوا چې يې د ورځې درې څلور زره دوکانداري کوله اوس له اتو تر لسو زرو کلدارو پورې دوکانداري کوي.
د صديق په نوم د ترينکوټ ښار د يوه هوټل خاوند پژواک ته وويل، چې لسګونه نېښ وهونکي د غرمې او ماښام ډوډۍ خوړلو لپاره هوټل ته راځي.
دى وايي، کله چې نېښ ګر ښه مزدوري وکړي، نو بيا پر ډوډۍ هم ښه مصرف کوي.
د دغه ولايت چارواکي وايي چې د نېښ وهلو پر مهال ډېرو کسانو ته په دغه ولايت کې د کار زمينه برابره شوې ده.
د اروزګان د کار او ټولنيزو چارو رييس فضل الرحيم پژواک اژانس ته وويل چې په دغو ورځو کې د دغه ولايت د اوسېدونکو ترڅنګ د نورو ولايتونو خلکو ته هم کار پيدا شوى او دلته راغلي دي.
د هغه په وينا، لومړى خلک هلمند ته د نېښ وهلو لپاره ځي، بيا کندهار او وروسته اروزګان ته ورځي.
همدرانګه په اروزګان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د رياست مسوولين بيا وايي چې د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ په يو شمېر سيمو کې د کوکنار اړولو کمپاين روان دی او په ځينو ولسواليو کې بيا د نېښ وهلو لړۍ روانه ده.
د ياد رياست مشر عبدالظاهر سالاري پژواک اژانس ته وويل چې دوې اونۍ مخکې يې په ترينکوټ کې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاين پيل کړی او تر دې مهاله يې ١٢٠٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
سالاري وايي چې لا هم تر دې مهاله په ترينکوټ کې د نېښ وهلو لړۍ نه ده پيل شوې او کېداى شي چې په راتلونکې اونۍ کې پيل شي، خو په يو شمېر ولسواليو کې نېښ وهنه پيل شوې ده.










