فراه (پژواک ۱٤غویی ۹۳): سږ کال په فراه کې د کوکنارو تر٥٠ سلنه ډېر کښت افت وهلى او زیانمن شوي کروندګر وایي، چې تر دې وروسته به کوکنار نه کري.
کروندګر وایي، چې له دريو کلونو راهيسې يې د کوکنارو حاصلات مخ پر کمېدو دې، خو سږ يې د دغه حرام بوټي ډېرې کروندې افت ووهلې او ډېر لږ محصول يې ترې اخیستى دى.
د بېلابېلو ولسوالیو ځيني کروندګر ادعا کوي، چې له دريو کلونو راهيسې ځينې ناپېژانده الوتکې په فراه کې د کوکنارو پر کروندو سمي مواد پاشي او همدا پاشل شوي توکي د کروندو د افت لامل شوي، خو چارواکي دغه څرګندونې نه تاييدوي.
د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د شیوان کلي اوسېدونکي ۴۵ کلن دوست محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، چې سږ کال د ده د کوکنارو کښت سخت افت وهلى او له تاوان سره يې مخ کړى دى.
هغه زیاته کړه: “سږ کال مې پر ۴۰ جریبه ځمکه کوکنار کرلي وو، خو پر کښتونو باندې افتونه راغلل، کوکنارو ډېره لږه شیره ورکړه، بوټي يې ژېړ او وچ شول.”
دى وايي، چې له سږني کښت څخه يې ٣٣ کيلوګرامه ترياک ترلاسه کړي او په ٣١٣ زره افغانۍ يې پلورلي، خو پر ياد کښت يې نږدې ٨٠٠ زره لګښت راغلى و.
د هغه په وينا، تېر کال يې له ۲۰ جریبه کښت څخه ۳۰ کیلوګرامه او وړم کال يې له څلور جریبه کښت څخه ۴۰ کیلو ترياک ترلاسه کړل او تر هغه مخکې يې له يو جريب کښت څخه ۲۵ کیلوګرامه تریاک ترلاسه کول.
دوست محمد کال پر کال د ياد کښت د حاصل د کموالي په اړه وايي:”له درېیو کلو راپدېخوا د شپې لخوا ځينې طیارې راځي او پرکښتونو ناپېژاند مواد او د کوکنارو تخمونه چې ورسره نور مواد ګډوي، پاشي او همدا د کښتونو د ضعيف والي سبب شوی.”
هغه وایي، ده ليدلي چې سږ کال په باراني شپو کې درې ځلې الوتکو د دوی په سیمه کې د کوکنارو پر کښتونو دغه مواد پاشلي دي.
دوست محمد وايي، چې له دې وروسته کوکنار نه کري، ځکه چې د ګټې پر ځاى ورته زيان اړولي.
هغه غوره بولي چې د کوکنارو پر ځاى غنم او نور حلال کښت ولري.
د شيوان کلي يو بل کروندګر ۴۷ کلن عبدالکریم هم د دوست محمد څرګندونې تاييدوي او وايي، چې سږ کال يې د کوکنارو پر کښت ١٥٠زره افغانۍ لګښت وکړ، خو له حاصل څخه يې ٩٠ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
دى هم له الوتکو د کوکنارو پر کښت د موادو شيندل، کال پر کال د کوکنارو د کښت د حاصل د کموالي لامل بولي او وايي چې نور کوکنار نه کري.
ده په دې اړه چې د کوکنارو کښت ناروا عمل دى، وايي: “پوهېږو چې حرام کښت دی، خو له مجبورۍ مو دغه کار کاوه ځکه چې پخوا يې ګټۀ ډېره وه، تر څو خپل ژوند پرې چالان وساتو.”
ده له دولت څخه غوښتنه وکړه چې له کروندګرو سره د نورو توکو د کښت په برخه کې اړينې مرستې وکړي.
د فراه د خاکسفېد ولسوالۍ د “دیوال سرخ” کلي اوسېدونکی ۳۴ کلن شکرالله هم وايي، چې کال پر کال يې د کوکنارو د کښت د حاصل کچه کمېږي او سږ کال يې له ١٢ جريبه ځمکې څخه ١٣ کيلو ترياک ترلاسه کړي دي.
شکرالله زیاته کړه: “لس کسان مې کارګر نیولی وو، مجبور شوم دغه ۱۳ کیلو تریاک ټول د دوی د معاش پرځای و دوی ته ورکړم؛ ماته هیڅ هم پاتې نه شول. درې لکه افغانۍ چې ما پر دې کښت لګولې وې، زمان تاوان وشو.”
شکرالله هم وايي، چې له دریو کلونو راپه دېخوا الوتکې د دوی د کوکنارو پر کښتونو مواد پاشي.
دی وايي: “زموږ د ولسوالۍ ټولو خلکو دغه صحنې لیدلې او د کوکنارو کښتونو د کم حاصل لامل هم دغه مواد دي چې الوتکې يې پاشي.”
د پشترود ولسوالۍ د “چهاردهي” کلي يو کروندګر ٣٢ کلن محمدناصر وويل، چې د دوى په سيمه کې تېر دوه کاله د الوتکو له لارې د کوکنارو پر کروندو سمي توکي شيندل کېدل خو سږ کال دا کار نه دى شوى.
خو هغه وايي چې سږ د ده د کوکنارو کروندې هم ډېر لږ حاصل درلود او پر ٧ جريبه ځمکه يې له کرل شوو کوکنارو څخه ٦ کيلو ترياک ترلاسه کړي او په کار نه ده چې نور کوکنار وکري.
دى وايي، چې د دې ولسوالۍ د نورو سيمو له خلکو يې اورېدلي چې د الوتکو له لارې يې د کوکنارو پر کروندو سمي توکي شيندل شوي او کروندې يې زيانمنې شوي دي.
کروندګروايي، چې د هوا له لارې د کوکنارو پر کروندو د زهري توکو شيندل، په سيمه کې نورې کروندې هم زيانمنوي.
په فراه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست مشر محمد جمعه بشیري وايي، چې سږ کال په فراه کې د کوکنارو له ٥٠ سلنه زيات کښت افت وهلى او کم حاصل لري.
ده هم وايي چې د بېلابېلو سیمو خلک او د کوکنارو کروندګر ادعا کوي چې له څو کلونو راپه دېخوا الوتکې د هغوى پر کښتونو مواد پاشی؛ خو زياتوي چې له ده سره په دې اړه دقیق معلومات نشته او په اړه يې څه نه شی ویلی.
بشیری وايي چې د کوکنارو د افت پر اصلي لامل نه پوهېږي، خو کېداى شي ډېر اورښتونه، سړه هوا، پر ځمکه څو کاله پرله پسې کښت او نور په دغه ولايت کې د کوکنارو کښت د زيانمنېدو لاملونه وي.
ده پژواک خبري اژانس ته وویل، چې سږ کال په فراه کې پر ۲۷ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت هدف ټاکلى و چې له مخې يې بايد پر ١٥٠٠ هکتاره ځمکه کرل شوي ترياک له منځه وړل شوي واى.
د هغه په وينا، له دې امله چې امنيتي ځواکونه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د امنيت پر ټينګولو بوخت وو؛ د فراه نظامي شورا پرېکړه وکړه چې د کوکنارو د کښت له منځه وړل به له ټاکنو وروسته پيل کړي.
خو دى وايي، له ټاکنو وروسته ځکه دغه کار ونه شو چې د کوکنارو حاصلاتو د راټولول مخ پر خلاصېدو وو.
د هغه په وينا، تېر کال دا مهال په فراه ښار کې د يو کيلو تریاکو بيه اته زره افغانۍ وه، خو سږ لس زره افغانيو ته لوړه شوې؛ ځکه چې سږ د کوکنارو حاصلات لږ وو.
د هېواد په کچه له هلمند او کندهار وروسته تر ټولو ډېر ترياک په فراه کې کرل کېږي.
بکواه، خاکسفید، بالابلوک، پشترود او ګلستان د فراه هغه ولسوالۍ دي چې ډېر کوکنار په کې کرل کیږی.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د فراه په پشت کوه او پرچمن ولسواليو کې لږ کوکنار کرل کېږي، خو د دغه ولايت په جوین، شیبکوه او اناردره ولسواليو کې د کوکنارو د کر کچه صفر ته رالوېدلې ده.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبازرې ادارې (UNODC ) د سروې له مخې، په ٢٠١٣ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه ٣٦ سلنه لوړه شوې وه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېر ميلادي کال په افغانستان کې پر ٢٠٩٠٠٠ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې د وړم کال په پرتله ١٥٤٠٠٠ هکتاره ډېروالى ښيي.










