ژبه

خوست ته له ميرانشا سلګونه کورنۍ راکډه شوې

خوست (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشا کې د پاکستان پوځ له لوري پر عامو خلکو د ګرځبنديز له امله سلګونه کورنۍ خوست ولايت ته را کډه شوې دي.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي مُستميرخان پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو کورنيو د را اوښتو لړۍ نږدې يوه اونۍ وړاندې پيل شوې او لا هم روانه ده.

نوموړي زياته کړه، د ده د معلوماتو له مخې، تر اوسه د را کډه شوو کورنيو شمېر تر پنځو سوو اوښتی دى.

قومي مشر مستميرخان وويل، څو ورځې وړاندې د ميرانشا د شېرخېلو کلي ته نږدې د پاکستاني عسکرو پر يوه موټر تر چاودنې وروسته پوځ پر ياد کلي د درنو او سپکو وسلو بريدونه کړې دي.

نوموړي وويل، چې په دغو بريدونو کې يو شمېر ملکي کسان ټپيان شول او همدارنګه ګڼ شمېر کورونه يې ورته په بلدوزرونو ړنګ کړي او موټر يې هم ورته سوځولي دي.

هغه زياته کړه، چې يوه ورځ وروسته د شېرخېلو په ګډون د ګڼو نورو کليو خلک پوځيانو له ځان بوتلل او له هغې ورځې تر اوسه په ميرانشا کې سخت ګرځبنديز دوام لري.

د خوست يوې دولتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته ومنله، چې له ميرانشا خوست ته يو شمېر کورنۍ راکډه شوې دي.

سرچينې وويل، چې له زياتره دغو کورنيو سره سړي نشته او يواځې ښځې او ماشومان دي، چې د دغه ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې خلکو ورته په خپلو کورونو کې ځای ورکړی دی.

سرچينې زياته کړه، د يادو کورنيو ځينو ښځو ورته ويلي، چې سړي يې ټول پاکستان پوځ له ځان سره بيولي او يوازې ښځې او ماشومان په کورونو کې پاتې وو، چې ډېر يې د کرښې دې غاړې ته را واوښتل.

يادې دولتي سرچينې وويل، چې دغو کډونوالو ته يې د مرستې وړانديز کړی، خو هغوی ورته ويلي، چې د اوس لپاره ورته اړتيا نه لري، ځکه چې په ميرانشا کې تر ګرځبنديز وروسته خپلو کورونو ته ستنېږي.

ځينو پاکستاني رسنيو هم راپورونه خپاره کړي، چې په ميرانشا کې د پاکستان پوځ له لوري د لګول شوي سخت ګرځبنديز له امله ځايي خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

پاکستانۍ رسنيو همدارنګه ويلي، ډېر شمېر کورنۍ دې ته اړې شوې، چې خپل کورونه يې پرېيښي او افغانستان ته په مهاجرت اوښتي دي.

ورته موضوع