ژبه

نعيمي : له شمالي وزيرستانه راکډه شوو کورنيو ته کمپ جوړو

خوست(پژواک ٢٢غبرګولى٩٣):خوست ولايت ته له شمالي وزيرستان څخه د راکډه شوو کورنيو شمېر ٦٠٠ ته ورسېد. دې کورنيو ته د ګډوالو کمپ هم جوړېږي.

د کډوالو دا لړۍ وروسته له هغه پيل شوه، چې پاکستاني پوځيانو په ميرانشاه سيمه کې د سخت دريځو پرضد پوځي عمليات پيل کړل.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي نن په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل، چې له شمالي وزيرستان څخه را کډه  شوو کورنيو ته د ژوند لازمې اسانتياوې برابروي.

نوموړي وويل، د ترسره شوې سروې له مخې، تر ننه پورې له شپږ سوه ډېرې کورنۍ راکډې شوي، چې زياتره يې د ميرانشاه اوسېدونکي دي.

د والي په خبره، د يادو کورنيو ډېره برخه په ګربزو ولسوالۍ کې مېشته ده، چې ځايي خلکو په خپلو کورونو کې ورته ځايونه ورکړي دي.

نعيمي وايي: ((موږ پرون په اداري غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د دولت د پاليسۍ مطابق له دغو ټولو کورنيو سره مرستې وکړو.))

ده وويل، پلان لري، چې په ګربزو ولسوالۍ کې ورته په څلور زره جريبه ځمکه کې يو ستر کمپ جوړ او د ژوند کولو ټولې اسانتياوې ورته برابرې کړي.

نوموړي له مرکزي دولت او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې له يادو کډوالو سره د مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

هغه دغه راز وويل، چې تراوسه يې له شاوخوا سلو کورنيو سره د کمپلو، خيمو، ترپالونو، اوړو، وريجو او د ځينو نورو لومړنيو توکو مرستې کړي او دا لړۍ روان ده.

نعيمي وويل ، غواړي چې د دغو کډوالو ماشومانو ته په ښوونځيو او محصلينو ته يې په شيخ زايد پوهنتون کې د زده کړو زمينه هم برابره کړي.

نوموړي وويل، چې هره کورنۍ د امنيتي ځواکونو او د مهاجرينو د مامورينو له لوري له پولې څخه د رااوښتو پرمهال لومړی پلټل او وروسته راجستر شوي دي.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټرهدايت الله حميدي پژواک ته وويل، له شمالي وزيرستان څخه خوست ته د پوليو ناروغۍ د انتقال د مخنيوي لپاره يې لازم ګامونه اخيستي دي.

نوموړي وايي: ((د دې لپاره، چې په شمالي وزيرستان کې د پوليو ناروغي ډېره ده او خوست ولايت ته يې د راانتقال مخنيوی شوی وي، نو د يادو کورنيو کابو ۱۲۰۰ ماشومانو ته مو د پوليو ضد واکسين تطبيق کړى دى.))

له ميرانشاه څخه د يوې راکډې شوې کورنۍ غړي غازي نور پژواک ته وويل، چې د رااوښتو پرمهال د پاکستان پوځيانو ورته ويلي، چې هيڅکله بيا په ډيورنډ پوله وروانه وړي.

ده وويل،اوس له افغان دولت څخه هيله لري او غوښتنه کوي، چې پر سرپناه سربېره، د لومړنيو خوراکي او غېرخوراکي توکو مرسته ورسره وکړي.

نور وايي، کورونه يې له سامانونو ډک پاتې دي، په يو جوړ جامو کې راوتلي ؛ نو هيله لري افغان دولت ورته  ځاى ځايګى او مرستې برابرې کړي.