خوست(پژواک ٢٥غبرګولى٩٣): د خوست والي وايي،له شمالي وزيرستانه راګډه شوې کورنۍ به سر له سبا د کډوالوکمپ ته انتقال شي.
دا کډوال په ميرانشاه کې د پوځ د بريدونو له امله خوست ته راوښتي او په څو ولسواليو کې د ځايي خلکو په کورنو کې اوسېږي.
د خوست والي عبدالجبارنعيمي د غبرګوالي په ٢٥مه وويل، د ٦٠٠ په شاوخوا کې دې کډوالو ته يې ځانګړى کمپ جوړ کړى دى.
والي دغه څرګندونې د دې ولايت د ګډې همغږۍ په نظامي مرکز کې له يو شمېر امنيتي او ملکي چارواکو سره د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې.
نعيمي وويل، چې له دې کار څخه يې موخه دا ده،څو وکولای شي دې کډوالو ته اسانتياوې برابرې او مرستې ور ورسوي.
نوموړي زياته کړه، چې د خوست ولايتي اداره د افغان حکومت د پالېسۍ سره سم د دغو کډوالو هرکلى کوي او د ولايتي ادارې ټول ارګانونه به د ځانګړي ميکانېزم له مخې له دوی سره هر ډول بشري مرستې ترسره کړي.
هغه وويل، چې ياد شوي کمپ ته د کډوالو په لېږدولو سره بايد د ټولو کډوالو لپاره د څښاک د پاکو اوبو رسولو ټانکرونه توظيف شي؛څو هره ورځ دې کورنيو ته د اوبو اسانتيا برابره شي.
والي د دې ولايت له يو شمېر مسوولو چارواکو وغوښتل، چې د خېمو، ترپالونو، کمپلو، خوراکي او غېرخوراکي توکو د ورکړې ترڅنګ بايد د روغتيا برخې ته ژوره پاملرنه وکړي.
هغه وويل:((ټول هغه امکانات، چې د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارز کمېټې اوخيريه موسساتو سره موجود وي، بايد د منظم پلان په اساس دغو کډوالو ته په واک کې ورکړل شي.))
نعيمي هيله وښوده،چې ډېر ژر به د ولايتي ادارې په غوښتنه د مرکزي دولت د يو شمېر وزارتونو څخه هم لازمې مرستې خوست ولايت ته انتقال او راغلو کډوالو ته به ووېشل شي.
له تېرو دوو اونيو راهيسې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو او وسله والو تر منځ د جګړې له امله تر شپږ سوه زياتې کورنۍ خوست ته راکډوالې شوې دي.
دغه کورنۍ تراوسه د خوست د مرکز په ګډون په ګربزو، تڼيو، اسماعيل خېلو،مندوزيو او د عليشېرو په ولسواليو کې د خلکو په خپلو کورونو اوسېږي.