منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۶ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د سړو سيمو ښوونځيو د څلورنيم مياشتنۍازموينو نېټه اعلان شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٣): د هېواد د سړو سيمو د ښوونځيو څلورنيم مياشتنۍ ازموينې د روان کال د چنګاښ مياشتې په ١٥مه پيلېږي.

د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې چې نن (د چنګاښ ١٠مه) پژوک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، ټاکل شوې چې د مرکز او د ځينو سړو سيمو د ښوونيزو موسسو او روزنيزو دولتي او غير دولتي مرکزونو څلورنيمې مياشتنۍ ازموينې د راتلونکې يکشنبې ورځ (د چنګاښ ١٥مه) پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال څلورنيمې مياشتنۍ ازموينې د چنګاښ له ٢٥ مې د زمري تر ٩ مې نېټې روانې وي او له ازموينو وروسته د سړو سيمو ټول ښوونځي د لسو ورځو لپاره رخصت شول.