تالقان (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): د تخار ولايت د خټکيو په حاصلاتو کې ٨٠ سلنه ډېروالى راغلى خو کروندګر يې لا هم چینجى د پالېزونو پر وړاندې ګواښ بولي.
د مرکز تالقانو په ګډون دشت کلا، چاه اب، رستاق، بنګي، شکمش، نمک اب، کلفګان، بهارک او هزار سمچ د تخار هغه ولسوالۍ دي، چې هر کال په کې پریمانه خټکي کرل کېږي.
د دغو سيمو کروندګر وايي، چې له پنځو کلونو راهیسې يې د خټکيو پالېزونه مچانو او چينجيو له منځه وړل، خو سږ کال دا ستونزه ډېره کمه شوې ده.
د تالقانو د یوې لرې سیمې ګنده چه اوسېدونکی کروندګر محمدیار، چې تالقانو ښار ته يې په خپل خره خټکي راوړي وايي، څلور کاله یې خواري د چینجیو خوراک شوه.
د تالقانو ښار د نیل ګري واټ څنډې ته ګروندګرو په ځانګړو بوجيو خټکي اچولي او د پلور لپاره يې اېښې دي.
محمديار پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر کلونه به یې پالیز ښه ښکارېده، خټکي چې به پاخه شول وروسته به چنجیو په کې ځالې جوړې کړې او له کاره به يې و ايستل.
د ده په وينا: ((هر کال به مې په خټکیو څلور وارې درمل وشیندل، یوه اونۍ به يې اغېز وکړ، خو په بله اونۍ به بيا مشکل و. سږ کال راته د کرنې ریاست انجنیرانو د دوا شیندلو مناسب وخت را وښود. حاصل مو ښه دى خو د خټکيو چينجي اوس هم پالېزونه ګواښي.))
د تالقانو د سرای سنګ اوسېدونکی عبدالبصیر پژواک ته وويل، سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله د للمي خټکیو د پاليز حاصل ښه دى.
هغه وايي، تر دې دمه یې تر ۵۰ زره افغانۍ خټکي پلورلي او لا هم په پالېز کې ډېر خټکي پاتې دي.
د تخار للمي خټکي د خوند او رنګ له پلوه زیات مینه وال لري، یو څه واړه خو د نورو خټکیو په پرتله خواږه دي.
د دغو خټکیو تخمونه په باراني موسم کې په للمي ځمکو کې کرل کېږي او په اوړي کې حاصل ورکوي.
د تخار د کرنې رياست چارواکي وايي، چې سږ کال یې سلګونو کروندګرو ته د خټکیو پر پالېزونو د چینجیو د بریدونو د مخینوي لارښوونې کړې دي.
د کرنې ریاست د کرنيزو خدمتونو مدیر سیداحمد مصمم پژواک ته وويل، چې په بازار کې د نابود په نوم پوډر د خټکیو د چینجیو د مخنیوي تر ټولو مهم درمل دي.
مصمم وايي، هغو ګروندګرو چې د کرنې ریاست د فني کارکوونکو له لارښوونې سره سم عمل کړی، ښه حاصلات یې اخیستي دي.
دى وايي: ((هغه ګروندګرو چې زموږ په لارښوونو یې عمل کړی حاصلات یې د نورو کلونو په پرتله ۸۰ سلنه ډېر شوي.))
نوموړی وايي، چې د خټکیو د مچانو له منځه وړل او یا هم دې ستونزې ته د حل چاره موندل، د کرنې وزارت له مهمو پروګرامونو دي.