ژبه

وزيرستاني کډوال لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري

خوست (پژواک ١٢چنګاښ٩٣): ملګرو ملتونو او افغان پلاوي خوست ته له شمالي وزيرستانه د راکډه شوو کورنيو ستونزې او اړينو توکو ته نه لاسرسى د اندېښنې وړ وباله.

يو افغان او بهرنى ګډ پلاوى تېره ورځ ناوخته په خوست کې د دغو ګډوالو کمپ ته ولاړ او د هغوى وضعيت يې له نږدې وکوت.

په دغه پلاوي کې د ماليې او قبايلو چارو پر وزيرانو سربېره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو سازمانونو استازو ګډون درلود.

ياد پلاوي وويل، چې دغه کډوال تر هر څه مخکې لومړنيو خوراکي او غير خوراکي توکو ته اړتيا لري چې بايد پر وخت ورته ورسېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستيال مارک بودين وويل، چې ډېر ژر به د نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو په همکارۍ له دغو راکډه شوو کورنيو سره اړينې مرستې وکړي.

بودېن وويل: ((د کډوالو ستونزې تر هغې زياتې دي، چې موږ يې په اړه فکر کاوه. موږ کوښښ کوو، چې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې له وزيرستاني کډوالو سره مرستې وکړو.))

د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د ولسمشر حامد کرزي د پيغام اورولو ترڅنګ وزيرستاني کډوالو ته په کمپ کې په بېلابېلو برخو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو ژمنې وکړې.

نوموړي زياته کړه، چې د وخت په تېرېدو به دغه کډوال له ټولو هغو اسانتياوو برخمن شي چې د عادي افغانانو لپاره برابرې دي.

نوموړي دغه راز وويل، چې ډېر ژر به د افغان دولت او يو شمېر سوداګرو په مالي مرسته په زياته اندازه لومړني خوراکي او غير خوراکي توکي پر دې کډوالو ووېشل شي.

زاخېلوال وايي: ((زموږ هڅه دا ده چې د عامو افغان وګړو په څېر زموږ د شمالي وزيرستان بې ځايه شوي خلک هم پوره اسانتياوو ته لاسرسی ولري.))

د قبايلو او سرحدونو چارو وزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک په ترهګرۍ ضد جګړه کې پر ښکېلو حکومتونو انتقادونه وکړل، چې د خپلو موخو لپاره ملکيان د سپر په توګه کاروي.

خپلواک زياته کړه، دغه جګړه چې د پرديو حکومتونو او استخباراتي کړو جګړه ده، پر افغانانو تپل شوې ده او زيان يې يوازې د کرښې دواړو غاړو مېشتو پښتنو قومونو ته رسېږي.

خپلواک وايي: ((لس کاله يې همدا وزير قوم د خپلو اهدافو لپاره قرباني کړل. نن چې يې اهداف تغير شول، پر ماشومانو،ښځو او سپين ږيرو يې بمبارۍ پيل کړي او عمليات پرې کوي.))

د خوست والي عبدالجبارنعيمي له ټولو مرسته کوونکو سازمانونو څخه په ټينګار سره وغوښتل، چې په دغه ولايت کې له وزيرستاني کډوالو سره د مرستو لپاره دفترونه پرانيزي.

له شمالي وزيرستانه خوست ته راکډوال شوي قومي مشر عمرخان وزير پژواک ته وويل، چې د پاکستان پوځ د ملکي خلکو او وسلوالو سخت دريځو ترمنځ توپير نه کاوه.

نوموړي وويل، پوځيانو پر دوی هره لاره تړلې وه او له طالبانو سره يې د جګړې په ترڅ کې ملکي خلک قرباني کړل، چې بالاخره کډوالۍ ته اړ شول.

په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځيانو د عملياتو د پراخېدو له امله افغانستان ته د وزيرستاني کډوالو لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د کډوالو چارو د نړيوالې ادارې د شمېرو له مخې تر ۲۵ زره زياتې کورنۍ خوست او پکتيکا ولايتونو ته راکډه شوي، چې له دغه شمېر څخه يوازې ۴ زره کورنيو ته مرستې رسيدلې دي.

دغه مرستې د کډوالو چارو نړيوالې ادارې، د خوراک نړيوال پروګرام، د مهاجرت نړيوال سازمان، د روغتيا نړيوالې شبکې، د افغان دولت د اضطرار کېمټې او نورو خيريه ټولنو کړي دي.