تالقان(پژواک، ٧زمرى ٩٣): په تخار ولايت کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ٤٠ سلنه زيات شوي دي.
د تخار ولايت د کرنې رياست د ترويج مديرعبدالاحد رادمراد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان کال په اوږدو کې ددغه ولايت په مرکز او ١٦ ولسواليو کې پر ١٩٥ زره هکتارزه ځمکه باندې غنم کرل شوي، چې حاصلات يې د کروندګرو د قناعت وړ دي.
رادمراد په روان کال کې د غنمو او للمو په حاصلاتو کې د ٤٠ سلنه زياتوالي خبر ورکړ او زياته يې کړه، چې د روان کال په پيل کې په وخت سره بارانونو، د اوبيزو زېرمو شتون، د هوا مساعد والي او کروندګرو ته د اصلاح شوو کرنيزو تخمونو او کيمياوي سرو وېش د حاصلاتو د لوړ والي لاملونه شمېرل کېږي.
نوموړي وويل ، چې د غنمو حاصلات تېر کال کم وو او زياته يې کړه:(( په وخت سره بارانونه، د سيمه ييزو تخمونوپر ځاى د اصلاح شوو تخمونو کارول ددې لامل شوي، چې په دغه ولايت کې د اصلي غنمو او للمو حاصلات ٤٠ سلنه زيات شي.))
د اشکمش، بنګي، دشت کلا، ينګي کلا، خواجه بهاوالدين او خواجه غار ولسوالۍ د غوره اوبو او هوا په درلودو سره د تخار ولسوالۍ کرنيزې او حاصل ورکوونکې ولسوالۍ شمېرل کېږي.
د تخار ولايت د بهارک ولسوالۍ د اچلدي سيمې يوه اوسېدونکي نورمحمد وويل، چې په ١٣ جريبه ځمکه يې غنم کرلي او ١٣٠٠ منه غنم حاصل يې تر لاسه کړى دى.
نوموړي زياته کړه، چې پر دغه ١٣ جريبه ځمکه کې يې ٢٠ کڅوړې کيمياوي سره او ٦٥ منه اصلاح شوي غنم مصرف کړي.
هغه وويل:(( که څه هم د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله زيات شوي، خو په مقابل کې يې د ٢٠ کڅوړو کيمياوي سرې او ٦٥منه اصلاح شوو غنمو وېش هېڅ ګټه نه ده کړې.))
د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي سليم شاه وويل، چې اوسمهال په تالقانو ښار کې يو من غنم په ١٢٠ افغانۍ پلورل کېږي، خو کله چې دغه غنم د کښت لپاره وپېرل شي، نو بيه يې دوه او حتى درې چنده کېږي.
نوموړي له دولت څخه کروندګرو ته د مرستې غوښتنه وکړه او ويې ويل:(( لږ تر لږه دې د کيمياوي سرې او اصلاح شوو غنمو بيې زموږ لپاره ټيټي کړي.))
تخار ولايت د افغانستان په شمال لوېديځ کې پروت د هېواد له کرنيزو ولايتونو څخه دى، چې هر کال ترې د غنمو او وريجو حاصلات نورو ولايتونو ته صادرېږي.
که څه هم تېر کال په دغه ولايت کې د غنمو حاصلات کم وو، خو سږ کال بيا ددغه ولايت د کرنې چارواکي هيله څرګندوي، چې د کلنيو بارانونو، د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش له امله په دغه ولايت کې د کروندګرو د غنمو حاصلات لوړ شوي دي.