ژبه

ننګرهار کې  د هيروئينو جوړولو څلور فابريکې ويجاړې  شوې

جلال اباد( پژواک ١٧زمرى٩٣): په ننګرهار کې د عملياتو په ترڅ کې د هيروئينو جوړولو څلور فابريکې ويجاړې او خاوند يې ووژل شو .

دننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه عمليات تېره شپه د شېرزادو ولسوالۍ د مرکې خېلو په سيمه کې د افغان ځانکړو امنيتي ځواکونو له خوا ترسره شوي دي .

نوموړي زياته کړه، چې په دې عملياتو کې د هيروئينو جوړولو څلور فابريکې په بشپړه توګه ويجاړې او يوه اندازه هيروئين هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

مشرقيوال وايي، چې د عملياتو پرمهال د فابريکې د خاوند په ګډون دوه تنه وژل شوي او يو کارکوونکى يې  ټپي شوى دى.

د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د ياد ولايت په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د نشه يي توکو د توليد ورته فابريکې و يجاړې شوي دي .